کاکول ۔۔29اپرېل(اے پی پی) د پوځ سرلښکر جنرال سيد عاصم منير وئيلي دي چې ترهګر او د هغوي تسهيل کوونکي په هېواد کښې هېڅ ځاي نه لري، د امن لپاره هڅ?? بايد کمزوري و نهګرځولے شي، دهېو??د دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتؤ يؤ ، د كشمير مسئلې عادلانه او سولييز حل نه غېر به سيمه اييز امن مبهم پاتې وي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ په پي اېم اے كاكول كښې پاسنګ آؤټ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده وئيل د رياست محور پاكستانې اولس دے ٬ د اولس حفاظت او سلامتيا نه زيات مقدس بل هېڅ څيز نشته۔ ده ووئيل اولنۍ او مهمه ذمه واري رياست سر?? وفاداري او پوځ ته سپارلي شوي كردار سره تړون دے٬ ده ووئيل دښمن د اولس او پاك ??وځ ترمينځه د خلا پېدا كولو هڅ?? كوي ٬ د اولس او پاك ??وځ ترمينځه تړون به ټول عمري له په ځايې ساتلې شي۔ ده ووئيل پاك ??وځ خپل فرض ترسره كولو له هر وخت چمتو دے۔ پاك ??وځ قومي عزم ٬ د پروردګار په وعده باور لري او د هغه اطاعت كوؤنكے دے۔ د پاك ??وځ سرلښكر د قرآن مجيد د سورة بقرې آيت كريمه تلاوت كړو چې ترجمه يۍ دا ده “څومره ځله داسې شوي دي چې د پاك ??روردګار په حكم كم قوت زيات قوت ته ماتې وركړې”۔ ده ووئيل په افغانستان كښې استحكام زمونږ سلامتيا لپاره ډېر مهم دے۔ ده ووئيل مونږ د تېرو 5 لسيزو څخه د افغان كډوالو كوربتوب كوؤ۔ ده ووئيل هندي ځواكونه مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو ظلمونه كوي او كشميريان آزادۍ لپاره بې شمېره قربانۍ وركوي۔ د پوځ سرلښکر وويل مونږ به د خپلو کشميري وروڼو سياسي، اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتؤ۔ پاکستان به تل د کشمیر د خلکو سره د دوی د بنیادي بشري حقونو او د خود ارادیت حق لپاره په تاریخي مبارزه کښې ولاړ وي. نړيواله ټولنه بايد په دې پوه شي چې د كشمير مسئلې د منصفانه او پرامن حل نه پرته به سيمه ايز امن تل مبهم پاتے وي۔آرمي چيف پاس آؤټ شويو كېډټس ته مباركي وركړه او هغوي لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔(
ترهګر او د هغوي ملاتړ كوؤنكي په هيواد کښې هيڅ ځاي نه لري، امن لپاره زمونږ هڅې دې کمزوري و نه ګرځولې شي، دهيواد دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو يؤ، د كشمير مسئلې د منصفانه او سولييز حل نه پرته به سيمه ايز امن تل مبهم پاتے وي٬ د پوځ سرلښكر جنرال عاصم منير
Fortune Lion Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : سائٹس de loteria confiáveis