اسلام آباد 08 مئی (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي پاکستان اومان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ د سلطان قابوس په مشرۍ كښې اومان ټولو څانګو كښې پرله پسې پېشرفت کوي او د هغه د اړخه پاکستان سره اړيكو ته خاص اهمیت وركول د ستائنې وړ دي۔ ده دا خبره د اومان د خارجه وزير یوسف بن علاوی بن عبداﷲ سره د ګل په ورځ په وزیراعظم هاؤس كښې په خپلو خبرو اترو كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د خارجه وزيرانو په كچه د دواړه هېوادونو ترمينځه باقاعدہ سیاسی مکالمه به سیاسی، ستراتيجكي او اقتصادی ګټو پشمول ټولو څانګو كښې د خيالاتو څرګندونې له مناسب فورم وركړي۔ ده ووئيل پاکستان او اومان ترمينځه د معیشت، تجارت او سرمایه کارۍ څانګو كښې د مرستې زياتولو پراخه امکانات شته۔ وزیراعظم د پاکستان او اومان بندرځايونو ترمينځه نزدې رابطو جوړولو كښې د اومان خوښي لرل وستائل ۔ ده ووئيل د پاکستان او اومان ترمينځه په سرکاری كچه د کمرشل فیری سروس پيل كولو امکان به مواصلاتی رابطې ، په اولسي كچه رابطې او د پاك اومان دوه اړخيزه تجارت زياتولو له نوې څانګې وګرځي۔ ده ووئيل مونږ اومان كښې او په خاص توګه رائل اومانی آرمډ فورسز كښې د ملازمت کونكو پاکستانیانو په خاص خیال ساتلو د اومان حکومت مننه كوو۔ یوسف بن علاوی بن عبداﷲ په تود هركلي كولو د وزیراعظم مننه وكړه ۔ ده د وزیراعظم قیادت وستائلو چا چې پاکستان په سماجی او اقتصادی پرمختګ ، اقتصادی استحکام پلو روان كړې۔ د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز هم پھ دې موقع موجود ؤ۔
پاکستان او اومان ترمينځه د معیشت، تجارت او سرمایه کارۍ څانګو كښې د مرستې زياتولو پراخه امکانات شته
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر