اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندې او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د اقتصادي مرستې تنظيم د مشرانو غونډه ټولو هېوادونو سره د كاميابو سفارتي اړيكو غوره مثال دے۔ د زيارت په ورځ خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د چين پاكستان اقتصادي لارې پروژې او د ګوادر بندر سره به پاكستان د مېنځنې او سوئيلي اسيائي هېوادونو لپاره لوېديزو هېوادونو سره د تجارتي او كاروباري روابطو ودې لپاره مهم هېواد جوړ شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې په اسلام آباد كښې د اقتصادي مرستې د مشرانو د كاميابې غونډې نه دا ثابته شوې چې پاكستان په نړۍ كښې تنها نه دے۔
مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات