اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د نېشنل فوډ سېكيورټي او ريسرچ وفاقي وزير سكندر حيات خان بوسن وئيلي دي چې وفاقي حكومت د زرعي څانګې پرمختګ او بهترې لپاره په موثر انداز كښې كار كوي٬ پېداواري لګښت كمولو او د كركيلې منافچ زياتولو لپاره ګڼ شمېر اقدامات روان دي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ په يو بيان كښې وكړې۔ ده ووئيل چې د 18م بدلون نه پس د كركيلې څانګه صوبو ته منتقل شوې ده۔ ده ووئيل چې د بلوچستان صوبې د كروندګرو خېر ښېګړې او د زرعي څانګې منافع لپاره يو زر كروندګرو ته تربيه وركړې شوې۔ ده ووئيل چې كروندګرو لپاره خاص سكل ډويلپمنټ پروګرام پېل كرے شوے۔ ده ووئيل چې په دې لړ كښې پاكستان زرعي تحقيقاتي كونسل ﴿ پي اے آر سي﴾ د صوبائي زرعي ادارو په مرسته اقدامات كوي او د دې مثبتې نتيجې راوځي۔
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ لاٹری