اسلام آباد 22مارچ(اے پی پی)د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمرزمان كائره وئېلي دي چې د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان سيمه پاكستان لپاره ډېره مهمه ده او هم دا سبب دے چې وزيراعظم محمد شهباز شريف تل د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كولو لپاره خاص هدايت جا??ي كړي دي۔د شورو په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې په دې وروستيو كښې په ګلګت بلتستان كښې د غنمو قلت لرې كولو لپاره د كشمير چارو وزارت د 2.6 ارب روپۍ لګښت سره د 26 زره مېټرك ټن څخه د زيات غنمو وركولو سمري اي سي سي كښې وړاندې كړې دغسې چې د ګلګت بلتستان اولس ته د روژې مباركې مياشتې په مهال د غنمو ر??نه باوري كړې شي۔ده ووئيل چې د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وزارت د دې سمرۍ جا??زه اخستلو سره اي سي سي د 2.9 ارب روپو لګښت څخه ګلګت بلتستان ته د 25 زره ميټرك ټن غنمو سمدستي وركولو حتمي منظوري وركړې۔د كشمير چارو صلاحكار ووئيل جې وزارت نه يوازې د دې سمرۍ په منظورۍ كښې متحرك كردار ادا كړې بلكې د ګلګت بلتستان اولس ته د غنمو په وخت وركولو لپاره يۍ د خزانې وزارت سره رابطه هم كړې او د وزارت د هڅو په نتيجه كښې د خزانې وزارت پاسكو ته هدايت جا??ي كړی دې چې د ګلګت بلتستان د خوراك محكمې ته د 25 زره مېټرك ټن غنمو ر??نې لپاره دې سمدستي اقدامات وكړې شي۔ده ووئيل چې د ګلګت بلتستان اولس خذمت او د هغوي مسئلې حل زمونږ په فرض دي او په دې لړ كښې به هره ممكنه هڅې جا??ي ساتو
وزيراعظم شهباز شريف د آزاد جمو كشمير او ګلګت بلتستان مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كولو لپاره خاص هدايات جاري كړي دي۔قمرزمان كائره
Jungle Joy APP download link
مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا