اسلام آباد۔27دسمبر(اے پی پی) د نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی چیئرمېن لېفټېننټ جنرل انعام حېدر ملک په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ سره د هغه په دفتر كښې ??لاقات وكړو۔ په ملاقات كښې ??ه دوه اړخيزه همكارۍ او د ډیزاسټر مېنجمنټ په څانګه كښې د پېشګي او فعاله اقداماتو په اړه خبرې وشوې۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن د روان كال سېلاب په مهال په بشپړه مرسته كولو د چينائي حكومت مننه وكړه۔ ده په سېلاب ځپليو سيمو كښې ?? بحالۍ پړاؤ لپاره د چين لخوا د روانې مرستې ستائنه كولو سره په سباؤن كښې ??ه تكنيكي اصولو د اډانه لرونكې نېشنل اېمرجنسی آپرېشن سېنټر(اېن ای او سی) تشكيل كولو سره اړوند د منصوبې تفصيلات شيئر كړل كومه به چې ټولو مرستيال او اړوندو ادارو سره په ګ??ه د مرستې خذمات ترسره كوي۔ د چين سفير د موسمياتي بدلونونو دلاسه د رامخې ته شويو آفتونو مخنيوي لپاره د ګډې اقداماتو او پاكستان سره د دوه اړخيزه اړيكو په لا پراختيا زور راوړو۔ ده د اېن ډي اېم اے او د چين د اېمرجنسي مېنجمنټ وزارت (اېم اي اېم) ترمينځه د ټېكنالوجي او معلوماتو تبادلې ٬ ابتدائي وارننګ سسټم او د موسمي پېشګوئۍ جاج اخستو سره سره د پېشګي تيارۍ او رېسپانس څانګې بيا د سر نه تشكيل كولو لپاره د يوې بشپره او دوه اړخيزه موافقې وړاندېز وركړو۔ ده د اېن ډي اېم اے او اېم اي اېم ترمينځه د تړون په لا مضبوطولو هم زور راوړو۔
د اېن ډي اېم اے چيئرمېن د چين سفير سره ملاقات ٬ د ډیزاسټر مېنجمنټ په څانګه كښې د پېشګي او فعاله اقداماتو په اړه خبرې
Dragon and Treasure APP Game Platform
مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل