اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پرويز اشرف سره د آسټريليا ها??ي كمشنر نيل هاكنز د نهې په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے۔په ملاقات كښ?? د ??وه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكو خوښو په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔سپيكر په دې موقع په خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان آسټريليا سره د ملګرتيا اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔د دواړو هېوادونو ترمينځه پارليماني رابطو او اقتصادي مرسته كښې اضافه ضروري ده۔د پاك آسټريليا پارليماني فرېنډ شپ ډله پارليماني سفارت كارۍ كښې مهم كردار ادا كوي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو كاروباري ورورولۍ ترمينځه د رابطو وده ضروري ده۔پاكستان د اوسني سيلاب له امله په لويه پيمانه ځاني او مالي زيان پورته كړے۔د 11 نه تر 15 اكتوبر روانډا كښې د 145 بين الپارليماني ائتلاف(آئي پي يو)عمومي اسمبلۍ غونډه كېږي۔په دې غونډه كښې د پاكستان قامي اسمبلۍ د موسمياتي بدلونونو څخه د شوي زيان ازالې لپاره د بېړني قرارداد وړاندې كولو غوښتنه كړې۔سپيكر په پاكستان كښ?? د ??يلاب ځپليو مرستې او بحالۍ لپاره د آسټريليا حكومت مرسته ستائيلي۔د آسټريليا ها??ي كمشنر ووئيل آسټريليا پاكستان خپل اعتمادي دوست او م??م اقتصادي شراكتدار ګڼي۔زمونږ سرمايه كار په پاكستان كښ?? د ??رمايه كارۍ خوښي لري۔ ده ووئېل آسټريليا د موسمياتي بحران مخ نيوي لپاره د آئي پي يو د لارې د نړيوال فنډ جوړولو په اړه د پاكستان د قامي اسمبلۍ د غوښتنې مرسته كوي ۔
د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پرويز اشرف سره د آسټريليا هائي كمشنر نيل هاكنز ملاقات
Lightning Baccarat Game Cards Online Website
مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری