اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير مفتاح ا??ماعيل سره نامتو مذهبي سكالر مفتي محمد تقي عثماني٬ډاكټر حسې?? اكبر٬ډاكټر راغب نعيمي او شېخ اظهر اقبال ليدلې دي۔د نهې په ورځ د خزانې وزارت لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې په دې موقع د بينكارۍ نظام د شرعي اصولو له مخې چلولو او د سود خاتمې په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې ۔په ملاقات كښې د خزانې وزيرمملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا٬د سټېټ بېنك ګورنر٬اېس اي سي پي چيئرمېن٬د خزانې سېكرټري٬د اقتصادي چارو سېكرټري٬د قانون او انصاف سېكرټري او نور اعلٰی چارواكي ه?? موجود وو۔د ملاقات په مهال په هېواد كښې د اسلامك فنانس م??جوده صورتحال٬سپريم كورټ او د وفاقي شرعي عدالت د پريكړو هم جائزه واخستلې شوه۔په دې موقع په بېلو مالياتي ??انګو كښې د نظام ښه والي او د هېواد په مالياتي ??انګه كښې د شرعي اصولو په نفاذ تفصيلي خبرې وشوې٬ د مذهبي سكالرز څخه نوره لارښوونه هم وغوښتلې شوه۔نامتو مذهبي سكالر مفتي تقي عثماني او نورو د اسلامي مالياتي نظام په بېلو چارو تفصيلي رڼا واچوله او د قرضونو وغېره په اړه د شرعي اصولو په لړ كښې ئې تجاويز هم وركړل
د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل سره نامتو مذهبي سكالر مفتي محمد تقي عثماني٬ډاكټر حسېن اكبر٬ډاكټر راغب نعيمي او شېخ اظهر اقبال وليدل
Coral Blackjack Game Card Download Link
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب