اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) وزير??عظ?? شهباز شريف سره د تاجکستان وزير??عظ?? ک??هر رسول زاده ملاقات كړے۔ د نهې په ورځ د وزير??عظ?? آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د شنګھائي مرستې تنظيم د حكومتي مشرانو غونډې په موقع په ملاقات كښې وزير??عظ?? شهباز شريف د اېس سي او، سي اېچ جي په كلنه غونډه كښې د تاجکستان د فعاله او تعميري شرکت ستائنه كولو سره ووئيل د وروڼو هېوادونو او سيمه ايز شراكتدار د پاکستان او تاجکستان ترمېنځه د دوستۍ او مرستې تل پاتې رشته موجود ده۔ وزير??عظ?? سږ كال په جولائي كښې د دوشنبه د نتيجې وړ خپلې دورې ذكر هم وكړو او د دوه اړخَيزه شريكو اړيكو په مثبت پېشرفت يې د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د دواړو هېوادونو د مشتركه مفاد په ټولو څانګو كښې په خاص توګه تجارت، سرمايه کارۍ، توان او د سيمه ايزو رابطو په څانګه كښې نزدې او د شريكې ګټورې مرستې مس??حك?? كولو ته اړتيا ده٬ د تاجکستان وزير??عظ?? کوهر رسول زاده د شنګھائي مرستې تنظيم د چيئر په ح??ث د پاکستان لخوا د غونډې په كاميابه تابيا ده له مباركي وركړه۔ دوي د تاجكستان پلاوي او د نورو ګډون كوونكو پلاويو په تود هركلي او غوره مېلمستياﺀ د پاكستان مننه وكړه۔ وزير??عظ?? شهباز شريف ته د تاجکستان صدر امام علي رحمن لخوا د نېكو هيلو پېغام په وركولو كوهر رسول زاده ووئيل د تاجکستان او پاکستان ترمېنځه د مرستې پراخه استعداد موجود دے كوم څخه چې مستفيد كېدو لپاره تاجکستان پاکستان سره په ګډه كار كولو لپاره بشپړ عزم لري۔ د تاجکستان وزير??عظ?? د پاكستان خپل همڅنګ شهباز شريف او د پاكستان حکومت تاجکستان ته د چينو برآمد كولو په اجازه مننه كولو سره ووئيل دا به د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت له وده وركړي۔
وزيراعظم شهباز شريف سره د تاجکستان وزيراعظم كوهر رسول زاده ملاقات
बीएनजी इलेक्ट्रॉनिक विश्वसनीयता मनोरंजन प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں