اسلام آباد۔22 اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي چې بوناراست کنیکټیوټی منصوبه تاریخی سنګ ميل دے ٬ د پاكستان ډیجیټل ادائیګو انفراسټركچر ته به وده ترلاسه شي ، د دې منصوبې د لارې به هېواد څخه بهر پاكستاني وګړي عصري ټې??نا??وجي كارولو سره په سپېځلي او فعاله ډول خپل رقوم منتقل كولې شي٬ دې منصوبې سره به حواله او هنډي ختمه شي٬ ترسيلات زر به زيات او كاروبار ته به وده ترلاسه شي٬ زراعت ، معیشت ، آئی ټی او نورو څانګو كښې بهترۍ لپاره به د 5 كلن هوم ګراؤنډ ا??نا??ك پر??ګر??م په باضابطه توګه اعلان كړے شي ۔ ده د زيارت په ورځ د بونا ۔ راست کنیکټیوټی منصوبې نفاذ پرانستې غونډې ته خطاب كولو۔ وزیراعظم ووئيل د دې منصوبې عملي كولو لپاره د خزانې وزير ، د سټېټ بنك ګورنر ، کار انداز او بل اېنډ ملېنډا ګېټس فاؤنډېشن مننه كوم۔ ده ??وئيل دا مهمه منصوبه ده دې سره به د پاكستان ډيجيټل ادائيګو انفراسټركچر وده ??مومي۔ ده ??وئيل بونا راست کنیکټیوټی منصوبه تاریخی سنګ ميل دے ٬ د دې منصوبې د لارې به هېواد څخه بهر پاكستاني وګړي عصري ټې??نا??وجي كارولو سره په سپېځلي او فعاله ډول خپل رقوم منتقل كولې شي٬ دې منصوبې سره به حواله او هنډي ختمه شي٬ ترسيلات زر به زيات او كاروبار ته به وده ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل په اېف بي آر كښې په لويه كچه د اصلاحاتو عمل روان دے د كوم چې زه په ذاتي توګه نګراني كوم۔دې لپاره مونږ ته د بل ملنډا اېنډ ګېټس فاؤنډېشن او کار انداز مالي مرسته ترلاسه ده۔ ده ??وئيل دې سره سره مونږ د توان په ??انګه كښې چېلنج سره مخ يؤ په كوم چې قابو موندلو له هڅې روانې دي او په راروانو يو څو مياشتو كښې به ددې نتيجې رامخې ته شي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ به ډېر زر هوم ګراؤنډ اکنامک پر??ګر??م اعلان كړؤ په دې لړ كښې ټولو فريقېنو سره د مشاورت لړۍ روانه ده٬ دې پر??ګر??م ته حتمي شكل وركولې شي۔ دا به زمونږ راروان 5 كلن پر??ګر??م وي چې څنګه به مونږ د معيشت ٬ زراعت ٬ آئي ټي او نورو څانګو كښې بهتري رامخې ته كړؤ۔ دستورې ته د بل اېنډ ملنډا ګېټس فاؤنډېشن صدر ډاکټر انیتازیدی خپل خطاب كښې ووئيل زمونږ د فاؤنډېشن دا عزم دے چې نړۍ كښې دې هر يو تن تندرست پاتے كېدو سره يو په زړه پورې ژوند تېر كړي۔ مونږ د سوئيلي آسيا په شمول په ??رده ??ړۍ كښې د اولس ژوند او هغوي ته د روزګار موقعې وركولو له تنظيمونو او حكومتونو سره په همكارۍ وياړ لرؤ۔ بونا راست کنېکټیوټی منصوبې څخه به تر ټولو زياته استفاده ??ېرمنې كوي۔ د روايتي چېنل د لارې به د رقوم منتقلي محفوظ او آسانه وي۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د خزانې وفاقي وزير اورنګزېب ووئيل بونا راست منصوبه زيات اهميت لري۔ د وزيراعظم په مشرۍ كښې معيشت په ??ه لوري روان دے۔ په هېواد كښې مېكرو استحكام راروان دے ٬ د پاكستانۍ روپۍ قدر مستحكم كيږي۔ د زرمبادله پنګې او د سرمايه كارو اعتماد مخ په زياتېدو دے۔ د بوناراست د لارې به هېواد څخه بهر وګړي خپلو مينه والو ته آسانۍ سره خپل رقوم منتقل كولې شي۔ په دې موقع وزيراعظم د بوناراست کنېکټیوټی منصوبې په نفاذ كښې په كردار ترسره كولو او د پرانستې دستوره كښې په ??ډون كولو د عرب مانیټری فنډ چیئرپرسن ډاکټر فهد الترکی ، د سټېټ بنک آف پاکستان ګورنر جمیل احمد، ډاکټر انیتا زیدی، او وقاص الحسن ته شيلډ وړندے كړو۔
بوناراست کنیکټیوټی منصوبه تاریخی سنګ ميل دے ٬ د پاكستان ډیجیټل ادائیګو انفراسټركچر ته به وده ترلاسه شي: وزیراعظم
हेल हॉट इंटीग्रिटी बेटिंग एंट्रेंस
مضمون کا ماخذ : apostas lotomania