اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ??اك??تان او نړيوال مالياتي فنډ ترمينځه په سټاف ليول لوظنامه د اطمېنان څرګندونې سره وئيلي نوې قرض پروګرام به په ??اك??تان كښې د معاشي استحكام سبب وګرځي،قرض څخه نجات او د معاشي سوكالۍ دور به ډير زر راشي، د ??اك??تان په مشكل معاشي صورتحال قابو موندلو له د آئي ايم اېف لوظنامه مهمه ثابت شوې۔د خالي په ورځ د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې آئي ايم اېف د ??اك??تان سره د 37 مياشتو د قرض په پروګرام خوښي څرګنده كړې چې له مخې به ئې ??اك??تان ته 7 اربه ډالره ترلاسه شي۔وزير اعظم ووئيل ??اك??تان په معاشي تحفظ سره مشكل پريكړې كړې ،د مشكل پريكړو ميوې به د معاشي استحكام په صورت كښې رامخې ته شي۔وزيراعظم ووئيل په مشكل وخت كښې د ملګرتيا كولو د آئي ايم اېف مننه كوو،حكومت به د معيشت ښه والې له په ترجيحي بنيادونو كار روان ساتي،آئي ايم اېف پروګرام سره به په ??اك??تان كښې مالياتي او مانيټري پاليسي قوي كولو اقداماتو سره سره ټيكس بيس پراخه كولې شي،د تير يو كال په مهال ??اك??تان كښې د زرمبادلې پانګې ښه شوې دي او معاشي استحكام ته وده ترلاسه شوې۔وزير اعظم ووئيل د خز انې وفاقي وزير محمد اورنګزيب پشمول ټولې معاشي ډلې او صوبائي اعليٰ وزيرانو په ھڅو ستائيو،نوې قرض پروګرام به د ??اك??تان معاشي استحكام سبب وګرځي ،انشاءالله قرض څخه نجات او د معاشي سوكالۍ دور به ډير زر پيل شي۔وزيراعظم وئويل ??اك??تان د استحكام څخه قوي او كوټلې بحالۍ پلو بوتلل زمونږ عزم دے،كاميابي به په هغه ورځ وي كله چې مونږ د قرض څخه نجات ومومو،د حكومت معاشي اصلاحات ايجنډا په تندۍ سره مخ په وړاندې روانه د??۔و??يراعظم وئويل د دې اقداماتو سره به د هېواد اقتصادي بنيادونه قوي شي او د وګړو لپ??ره به د كوټلې پرمختګ او سوكالۍ لارې سيمولو كښې مرسته وشي،د حكومت پاليسي ريفارمز او په مالياتي اهداف سختۍ سره عمل كول دي۔وزيراعظم ووئيل مونږ د معيشت ښه والې له ايكسچينج ريټ مستحكم كړې،كوټلې شرح نمو ترلاسه كولو له اقدامات شوې،??اك??تان به د استحكام پړاؤ څخه مخ په وړاندې بوتللو سره د قوي معيشت پلو بوتلل وي،انشاءالله زمونږ د اقداماتو سره به د معاشي ترقۍ مزل بشپړ شي۔
په مشكل معاشي صورتحال قابو موندلو له د آئي اېم اېف لوظنامه مهمه ثابت شوې، قرض څخه نجات او د معاشي سوكالۍ دور به زر راشي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف
Cailong Integrity Betting Link
APP36-090724
ISLAMABAD: July 09 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif briefing parliamentarians regarding power sector reforms. APP/TZD/FHA
مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ