پېنډۍ ۔10اپریل(اے پی پی) د پاک پوځ مشر جنرال عاصم منیر په قطبي وزيرستان كښې په وړاندې م??رچو ځوانانو سره د كوچني اختر اولنۍ ورځ ولمانځله او دوئي ته يۍ د اختر مباركي وركړه۔ د آئی ایس پی آر له مخې د پاك پوځ سرلښكر جنرال عاصم منیر د شمالی وزیرستان د ميرانشاه او سپين وام سيمو دوره وكړه۔ ده په وړاندې م??رچو ځوانانو سره د اختر لمونځ وكړو۔ د پوځ سرلښكر د پاکستان استحكام او سوكالۍ له دعاګانې وكړې او ځوانانو ته يۍ د اختر مباركي وركړه۔ ده ملت لپاره د هغوي د مضبوطې جذبې او خذماتو ستائنه وكړه۔ جنرال عاصم منېر ته د آپرېشنل تیاریانو ٬ د امنيت روانې وضعې او پاك افغان پولې سره د حفاظتي اقداماتو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د پاك پوځ مشر د قربانيو په نتيجه كښې د ترلاسه شوي امن حفاظت له د اجتماعي هڅو په ضرورت زور راوړو۔ ده ووئيل د سترو قربانيو په نتيجه كښې ترلاسه شوے امن په ځايې ساتل د ټولو ذمه واري ده۔ ده ووئيل د شهيدانو د قربانيو په نتيجه كښې ضم شويو ضلعو او د خېبر پښتونخوا سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره محفوظ چاپېرچل رامخې ته شو۔ ده په ځوانانو زور راوړو چې هغوي دې د ملت په خذمت كښې خپلو پېشه ورو ذمه وارو ته خاص پاملرنه وكړي۔ ده امن او استحكام لپاره د فارمېشن د كردار ستائنه هم وكړه۔
د پاك پوځ مشر جنرال عاصم منير د ميرانشاه او سپين وام دوره ٬ په وړاندې مورچو يۍ ځوانانو سره اختر ولمانځو
Xiaozhujin Entertainment official link
مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن