??سل??م آباد۔4فروری(اے پی پی) كشميري اولس سره د يووالي څرګندونې له د كشمير يووالي ورځ سبا د ګل په ورځ د فرورۍ په 5 مه نېټه لمانځلې شي۔ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وزارت د كشمير يووالي ورځې لمانحلو له ټولې تياريان?? بشپړ كړې دي۔ دې ځايې څخه په جاري كړې شوې اعلاميه كښې وئيلې شوي دي چې په دې ورځ به ګرد هېواد كښې عامه رخصتي وي٬ په شاهراه دستوره ??سل??م آباد به كشميري اولس سره د يووالي څرګندونې له رېلي ويستلې شي په كومه كښی به چې مهم وفاقي وزيران او اولس ګډون كوي۔ كشميري شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو له به 9 نيمې بجې يوې دقيقې لپاره خاموشي اختيارولې شي۔ د صدر او وزيراعظم لخوا به د كشمير يووالي په اړه خصوصي پېغامونه نشر كولې شي۔ بهر هېوادونو كښې پاكستاني مشنز به د لاريونونو ٬ سيمينارونو او نندارتونو تابيا كولواهتمام كوي۔ خارجه وزارت د دې ورځې په اړه په ??سل??م آباد كښې بهرنيو سفيرانو ته د بريفنګ وركولو انتظام كړے دے۔ په ??سل??م آباد كښې په پي اېن سي اے او لوك ورثه كښې دستورې روانې دي په كومو كښې چې كشميرې كلتور په ډاګه كولې شي۔ د پرنټ او الېكټرانك ميډيا سره سره په سوشل ميډيا هم كشميري وګړو سره د يووالي څرګندونه كولې شي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د رياستي ټي وي چېنلو او رېډيو د لارې بېل پروګرامونه خپروي۔ د ??سل??م آباد په ټولو مهمو سترو لارو د كشميري يوالې ورځې حوالې سره بېنرې لګولې شوې دي۔ د موبائل كمپنيو لخوا ددې ورځې مناسبت سره خصوصي پېغامونه خپرولې شي۔ په ټولو صوبو كښې به د كشمير يووالې ورځې مناسبت سره پروګرامونه كولې شي۔ په دې موقعه به د اېل او سي بل اړخ ته د يووالي بشپړ پېغام رسولې شي۔ دغسې پاكستان سپورټس بورډ د دې ورځې مناسبت سره د فټ بال او هاكۍ مېچ انتظام هم كړے دے۔
كشميري اولس سره د يووالي څرګندونې له د كشمير يووالي ورځ سبا لمانځلې شي
Garuda Gem Official Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری