لاہور۔14اکتوبر (اے پی پی) د پاکستان د علماو کونسل مشر حافظ محمد طاهر محمود ا??رفي وئيلي دي چې د فلسطين د وضعيت په اړه د ا??لامي نړۍ د مهمو هېوادونو دريځ مظلوم فلسطينيانو او اسلامي امت لپاره ستره کاميابي ده ٬ علماﺀ او مشائخ د يو آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست د جوړېدو دريځ بشپړه تائيد كوي۔ ده دا خبره د خالي په ورځ جاري كړې شوې يوه اعلاميه كښې وكړه۔ طاهر محمود ا??رفي وویل د غزې خلک په هیڅ صورت له خپلو کورونو څخه ويستلې كېدې نه شي٬ د فلسطین د وضعیت په اړه د سعودي عربستان رابطه او مشاورتي عمل خوشبين دے۔ د روسيه او چين په دريځ د دواړو هېوادونو د مشرتابه او اولس مننه كوؤ۔ ده ووئيل د ا??لامي نړۍ مهمو سياسي او مذهبي مشرتابه سره مشاورت څخه وروستو دا اعلاميه جاري كولې شي۔ ده ووئيل غزه د ا??راییلو لخوا په زندان بدله شوې ده او په فلسطینیانو ظلم او زياتې پرله پسې روان دے۔ ده وئيل په کومه طریقه چې بې ګناه فلسطینیان په نښه کیږي دا د جنګ د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف ورزي ده۔ د ا??رائیلو جنګی جنون نه یوازې د مینځني ختیځ بلکې د ټولې نړۍ سولې له خطر دے۔ د پاکستان د علماﺀ كونسل د ا??لامي نړۍ له عالمانو، شیخ الازهر الشیخ احمد طیب، د ترکیې، مصر، اردن، کویت، قطر، ایر??ن او نورو اسلامي هېوادونو علماﺀ كرامو س??ه له مشاورت وروستو دا خبره په ډاګه كوي چې د فلسطین په ضد د ا??رائیلو ترهګري د منلو وړ نه ده. طاهر اشرفي وویل چې په اوسنیو حالاتو كښې د او آئي سي د مشر په توګه د سعودي عربستان رول ډېر مهم دے او د سعودي عربستان ولی عهد امیر محمد بن سلم??ن او د سعودي د بهرنیو چارو وزیر امیر فیصل بن فرحان، ترکیه، مصر، اردن، قطر، کویت، ایر??ن او نورو اسلامي هېوادونو او له نړیوالې ټولنې سره تماسونه د ډاډګيرنې وړ دي۔ د فلسطین د مسئلې د دایمي حل کولو وخت رارسېدلی دی.ده وویل چې د پاکستان علماﺀ كونسل هيله لري چې سعودي عربستان به د ا??لامي نړۍ او نړيوالې ورورولۍ ځان سره اخستلو س??ه دې وضعې څخه د نړۍ ويستلو كښې كامياب شي۔ ده ووئيل چې له ترکيې، مصر، اردن، قطر او س??ودي عربستان څخه د مرستو س??مان فلسطين ته روانول هم خوشبين دي۔ جه ووئيل مونږ غوښتنه کوو چې په فلسطین دې د ا??رائیلو بریدونه تر ټولو اول بند كړې شي٬ د غزې خلکو ته دې د خوراکي توکو او درملو د رسولو اجازه وركړې شي او د مذاكراتي عمل د لارې دې يو آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست لپاره عملي ګامونه پورته كړې شي۔
د فلسطين وضعيت په اړه د اسلامي نړۍ يو دريځ ستره کاميابي ده٬ طاهر محمود اشرفي
Spiritual Miracle Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری