اسلام آباد 26 ستمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو نګراں وزیر سرفراز احمد بګټی وئيلي دي د بلوچستان پرمختګ لپاره د معدنی وسائلو څخه بشپړې استفاده کولو ته اړتيا ده،سیاسی عزم او د كار استعداد زياتولو په صورت حال كښې ښه والے راشي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ بلوچستان رورل ډیویلپمنټ اینډ کمیونټی ایمپاورمنټ(ایمبریس)پروګرام اختتامی دستورې ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل د دې پروګرام په كولو پاکستانے او په خاص توګه د بلوچستان اولس د اړخه اروپائي ا??تلاف او نورو شراکت دارو مننه كوم۔د دې پروګرام د لارې د بلوچستان لرې پرتو سيمو كښې خبرتيا پيدا كولو له مرسته تر لاسه شوي۔اروپائي ا??تلاف بايد د دا ډول پروګرامونو سلسله روانه اوساتي۔ده ووئيل بلوچستان معدنی وسائل لري۔د صوبې د اولس پرمختګ لپاره د دې وسائلو څخه بشپړې استفا??ې کولو ته اړتيا ده۔سیاسی عزم او د كار استعداد زياتولو سره صورت حال كښې ښه والے راتللے شي۔ده ووئيل غیر متوازن پرمختګ د پرمختګ كوونكو هېوادونو مسئله ده۔تشدد یا په دې سیاست د مسئلې حل نه دے۔ده ووئيل د سوچ كولو خبره ??ه چې مونږ ?? خپل نوې نسل د ترقۍ لپاره څه منصوبه بندی کړې ده۔
د بلوچستان پرمختګ لپاره معدنی وسائل څخه مكمل استفادې کولو ته اړټيا ده۔سرفراز احمد بګټی
Wealth Forging Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے نمبر