رياض 30 اكتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان او سعودي عرب به په ګ??ه د پرمختګ او خوشحالۍ منزلونه ترسره كوي٬په لوظ نامو ز?? تر زره عملدرآمد خوشبينه دے۔وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د سعودي سرمايه كارۍ وزير خالد بن ??بدالعزيز الفالح سره شريك پرېس كنفنرس په مهال كړې۔ په ??ې موقع د سعودي عرب شاهي ديوان صلاحكار محمد بن ??لتویجری هم موجود ؤ ۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې پاكستان كښې د بهرني سرمايه كارۍ د زياتوالي سلسله روانه ده۔د سعودي دورې په مهال د وزيراعظم په ??اص هڅو د سعودي عرب لخوا پاكستان كښې نوره د 600 ملين ډالرو سرمايه كارۍ له په لوظ نامو اتفاق شوے ۔ دې څخه وړاندې د سعودي عرب سرمايه كارۍ پلاوي په ??كتوبر 2024 كښې د پاكستان دورې په مهال د 2.2 ارب ډالر مفاهمتي يادښتونه او لوظ نامې لاس ليك كړې وې ۔ د وزيراعظم د سعودي اوسنۍ دورې په مهال د نورې 600 ملين ډالرو سرمايه كارۍ څخه په مجموعي توګه پاكستان كښې د سعودي سرمايه كارۍ حجم 2.8 ارب ډالر ته ورسېد او دغسې د سعودي عرب پاكستان كښې د سرمايه كارۍ لپاره د لاس ليك شوو مفاهمتي يادښتونو او لوظ نامو ش??ېره د 27 څخه 34 ته ورسېده ۔ سعودي پاكستان كښې په 5 پروژو كار پیل كړے او په ??ندۍ سره بشپړېدو پلو روانې دي۔ بيان تر مخه د وزيراعظم دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو ته لا ودې وركولو او سرمايه كارۍ كښې په ??ضافه هم خبرې اترې وشوې ۔دغسې وزيراعظم په ??عودي كښې د مېشته پاكستانيانو ښېګړی لپاره د سعودي حكومت سره هم خبرې وكړې۔
پاكستان او سعودي عرب به په ګډه د پرمختګ او خوشحالۍ منزلونه ترسره كوي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف
Game Chicken Integrity Betting Link
مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ