اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د من??وبه بندۍ او پرم??تګ وفاقي وزير احسن اقبال سره د زيارت په ورځ د چائنا پاور ريسورسز چيئرمېن ژونګ هائشيانګ او پورټ قاسم پراجيکټ چيئرمين هي شيويو په مشرۍ كښې پلاوي وليدل او دوه ورځې وړاندې په كراچۍ كښې د چين په اهلكارو د بريد او د كاركنانو د حفاظت په چارو يي د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ پلاوي په كراچۍ كښې په دې وروستيو كښې د چين د دوه وګړو په مړينه د افسوس څرګندونه وكړه۔ احسن اقبال په پېښه د افسوس څرګندونې كولو سره د چين اهلكارو كورنيو سره غمرازي او د حکوم?? لخوا د همدردۍ څرګندونه وكړه٬ ده پلاوي له باور وركړو چې حكومت د چين وګړو حفاظت ته وړومبۍ پام لرنه كوي٬ د دې پېښې بشپړه تحقيقات ځائي انتظاميه او قانون نافذ كوٶنكې ادارې كوي او ډېر زر ب?? ذمه وار انصاف سره مخ كړې شي۔ ده زور راٶړو چې د چين د كاركنانو د امنيت په اړه به كومه بې غوري نه كېږي، سکيورټي نظام لا سختولو لپاره اقدامات كوٶ۔ په دې موقع د من??وبه بندۍ سيکرټري اويس من??ور سمرا، جوائنټ چيف اکنامسټ ظفرالحسن او د من??وبه بندۍ وزارت د سي پېك من??وبې او نور سينئر چارواكي هم موجود وو۔ دواړو ډلو د سي پېك له مخې د روانو من??وبو په كاميابۍ سره بشپړولو او شريكې مرستې ته د لا ودې وركولو د عزم پخلے وكړو۔
وفاقي وزير احسن اقبال سره د چائنا پاور ريسورسز او پورټ قاسم پراجيکټ چيئرمينز په مشرۍ كښې پلاوي وليدل
Southwest Lottery Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena