اسلام آباد 16اګست(اے پی پی) د هېواد برآمدات كښې د جولائي په مهال 11.77 فيصد او درآمدات كښې 15.90 فيصد وياتوالے رېكارډ كړے ??وے٬ د مالي كال په وړومبۍ مياشت كښې د پاكستان تجارتي خساره كښې په كلنه بنيادونو 21.14 فيصد اضافه ??و په مياشتني بنيادونو 18.8 فيصد كمے رېكارډ كړے ??وے۔د پاكستان شماريات بيورو رپورټ له مخې جولائي 2024 كښې د هېواد برآمدات حجم 2.307 ارب ډالر رېكارډ كړے ??وے كوم چې د تېر كال جولائي په مقابل كښې 11.77 فيصد زيات دے٬تېر كال جولائي كښې د هېواد برآمدات حجم 2.064 ارب ډالر رېكارډ كړے ??وے ؤ ٬ د جون په مقابل كښې جولائي كښې د هېواد برآمدات كښې د مياشتني بنيادونو 9.81 فيصد كمے رېكارډ كړے ??وے ٬جون كښې برآمدات څخه هېواد ته 2.558 ارب ډالره زرمبادله ترلاسه شوې كومه چې جولائي كښې په كمېدو 2.307 ارب ډالر ته رسېدلې۔د شمېرو له مخې جولائي كښې د پاكستان په مجموعي درآمدات 4.278 ارب ډالر زرمبادله خرڅ شوې كومه چې د تېر كال جولائي په مقابل كښې 15.90 فيصد زياته ده٬ تېر كال جولائي كښې د هېواد په درآمدا?? 3.691 ارب ډالر زرمبادله خرڅ شوې وه٬ د جون په مقابله كښې جولائي كښې د هېواد درآمدات په مياشتني بنيادونو 13.82 فيصد كمے رېكارډ كړے ??وے ٬جون كښې په درآمدات 4.964 ارب ډالر زرمبادله خرڅ شوې وه٬شمېرو له مخې د جاري مالي كال وړومبۍ مياشت كښې د پاكستان تجارتي خساره كښې په كلنه بنيادونو 21.14 فيصد اضافه ??و په مياشتني بنيادونو 18.08 فيصد كمے راغلے ٬جولائي كښې د تجارتي خسارې حجم 1.971 ارب ډالر رېكارډ كړے ??وے كوم چې په جون كښې 2.406 ارب ډالر ؤ او تېر كال جولائي كښې 1.627 ارب ډالره ؤ۔
د هېواد برآمدات كښې د جولائي په مهال 11.77 فيصد او درآمدات كښې 15.90 فيصد زياتوالے راغلے
जिया इलेक्ट्रॉनिक्स ट्रस्ट एंटरटेनमेंट वेबसाइट
مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث