اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي) د مو??صل??ت٬ نجکارۍ او سرمايه کاري بورډ وف??قي وزير عبدالعليم خان به تاجکستان كښې د ”روډ ټو تيان شان کوريډور” له مخې په 29 او 30 مئي كېدونكې دوه ورځني انټرنيشنل ريجنل کنفرنس كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔ د مو??صل??ت وزارت لخوا ?? اتوار په ورځ د جاري بيان له مخې په 29 او30 مئي كېدونكې نړيواله سيمه ايز کنفرنس كښې به د پاکستان نه علاوه چين، هند، آرمينيا، ايران، ترکيه او د آذربائيجان استازي ګډون كوي او د نړيوالې مالياتي او سرمايه کارۍ مهمو ادارو مشران به په هم په دې كنفرنس كښې د اړوندو ادارو نمائندګي كوي۔ وف??قي وزير عبدالعليم خان په دې كنفرنس كښې د تاجکستان د ټرانسپورټ وزير عاظم ابراهيم په بلنه په دې كنفرنس كښې ګډون كوي، د كومې تابيا چې د مېنځني اسيا هېوادونو ترمېنځه د 24 ستمبر كال 2023 د ترسره شوو لوظنامو له مخئ كېږي٬ په دې انټرنيشنل ريجنل کنفرنس كښې به د اسياء او اروپا څخه د مېنځني آسيائي رياستونه په “فاسټ ټرېك” تړلو له نظام وضع كولې شي او د بېلا بېلو هېوادونو ترمېنځه د سترو لارو جوړولو او تجارتي راهدارو سره تر بندرځايونو رسنې لپاره به ګرينډ چارټر جوړولې شي چې ورته به پاكستان كښې كليدي اهميت ترلاسه وي۔
د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان به تاجکستان كښې په انټرنېشنل ريجنل کنفرنس كښې ګډون كوي
Royal Lion Entertainment official website
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena