اسلام آباد 18اکتوبر(اے پی پی)د كورنيو چارو لنډ مهاله وفاقي وزير سرفراز احمد بګټي په غزه كښې په روغتون د اسرائيل د بمبارۍ سخته غندنه كولو سره وئېلي دي په روغتون كښې ژوبل٬رنځورانو او پناه اخستونكو باندې بريد غېر بشري فعل دے۔نړيواله ور??رولي دې په غزه د اسرائيل د بمبارۍ او د محاصرې خاتمې لپاره سمدستي اقدامات وكړي۔د شورو په ورځ په خپل بيان كښې لنډ مهاله وفاقي وزير سرفراز احمد بګتي د اسرائيل په بريد كښې د 500 څخه په زياتو شهادتونو د افسوس څرګندونه كړې او وئېلې يې دي په روغتونونو او طبي عملې ته د نړيوال بشري حقونو له مخې تحفظ ترلاسه دے٬ سويلين آبادي او املاك په نخښه كول د نړيوال قوانين خلاف ورزي او جنګي جرم دے۔ده ووئيل د ټول پاكستاني قام زړه د بې ??ناه فلسطينيانو سره درزېږي۔ده ووئيل اوسني اسرائيلي فضائي بريدونه د فلسطينيانو د نسل كشۍ مترداف دې۔په غزه كښې دې د خوراك او داروګانو رسنې سمدستي اجازه ور??ړی شي
د كورنيو چارو لنډ مهاله وفاقي وزير سرفراز احمد بګټي په غزه كښې په روغتون د اسرائيل د بمبارۍ غندنه وكړه
BNG electronic entertainment platform website
مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔