اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) پاکستان د جمو و کشمير د ډيموکريټک فريډم پارټۍ باني او د سر مشر شبير احمد شاہ پشمول په غېر قانوني توګه نظر بند د زرګونو په شمېر د كشمير د سياسي مشرانو او كاركنانو د خوشې كولو مطالبه كولو سره وئيلي دي چې هند دې د دوي اوږد قېد ختم كړي د چا چي “بنيادي جرم” د دوي د خپلواكۍ د ناقابل تنسيخ حق مطالبه ده۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرہ بلوچ د جمعې په ورځ د پر??س بريفنګ په مهال ووئيل دغه سياسي بنديان دې خوشې كړې شي او په دې لګولې ??وې د ځان نه جوړ كړې ??وې تورونه نه دې دوي بري كړې شي۔ وياندې ووئيل شبير احمد شاہ دې مياشت سره د خپلې مسلسل نظر بندۍ شپږ كاله بشپړ كړي دي او ھغه دا مهال د نوے ډيلي په بدنامه زمانه تهاړ زندان كښې بندي دے۔ وياندې ووئيل چ?? شبير احمد شاہ د خپلو سياسي خيالاتو په سبب 36 كاله په زندان كښې تېر كړيدي۔ وياندې ووئيل د شبير احمد شاہ د ټول قېد موده د ھغه د ژوند د نيمې زيانه زياته ده٬ ھغه د بشري حقونو نړيوال نتظيم ايمنسټي انټرنيشنل په ځائ د “ضمير بندي” ګرځولے دے
پاکستان د شبير احمد شاہ پشمول د زرګونو په شمېر د كشمير د سياسي مشرانو او كاركنانو د خوشې كولو مطالبه وكړه
Apollo Rising Online Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک