اسلام آباد 27 فروری (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د آفتونو خطرې کمولو او د اوور مخنيوي له له كوټلې لائحه وضعه كولو په حاجت زور راوړې دغسې چې د وګړو لپاره محفوظ ژوند باوري شي۔ ده دا خبره د ګل په ورځ بلډنګ کوډ آف پاکستان 2016ء اوور خخه بچ كيدو په اړه د دفعات اجراء دستورې ته د خطاب په مهال وكړه۔په دې مهال د سائنس او ټیکنالوجی وفاقی وزیر او نورو هم خطاب وكړو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا هم په دې مهال موجود وو۔اولس مشر ووئيل قدرتی او ناثافي آفتونه څه وخت هم راتللې شي خو په وخت حفاظتی اقدامات او په هغې په ښه ډول عملدرآمد د لارې زيان څخه بچ كيدې شو یا په هغې كښې کمې راتلې شي۔ ده ووئيل اولسي ځايونه ٬ تجارتی او صنعتی یونټس او د استوګنې سيمو كښې د اوور لګيدو په شمول هر ډول هنګامی صورتحال مخنيوي له د خاص انتظامات اهتمام کول ښه تګلاره ده خو د وخت سره سره هېواد كښې د اوور لګيدو مخنيوي انتظامات كښې انحطاط رامخې ته شوے او دفترو، صنعتی یونټس او ودانيو كښې د اوور لګيدلو پېښو كښې زياتوالې شوے چې په نمتيجه كښې ئې نه يواځې قیمتی ځاني زيان شوے بلكه په لويه توګه مالي زيان هم شوے۔ اولس مشر د نېشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی او پاکستان انجینئرنګ کونسل لخوا د ټولو شراکت دارو په مرسته كوټلې فریم ورك جوړول وستائلو كوم به چې د اوور لګيدنې پېښو مخنيوي له مرستياله وګرځي۔ اولس مشر ووئيل كوم هم قانون یا ضابطه مؤثره ثابتيدې نه شي تر څو چې د هغه ځائې حالات، چاپيرچل او اسانۍ تر نظر ونه ساتلې شي۔ اولس مشر ووئيل د اوور لګيدلو په شان پېښي په عمومي توګه پخوانو ودانو، د ګڼې په ځايونو كښې رامخې ته كېږي۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل دا د حکومت بنیادی ذمه واري ده چې د وګړو دج مال او ځان حفاظت باوري كړي۔ اولس مشر د نېشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی، پاکستان انجینئرنګ کونسل، ټولو اړوند ادارو او وګړو له د دغې دفعات جوړولو كښې په كردار ترسره كولو مبارکي وركړه۔ دستوره كښې اولس مشر ممنون حسېن ته بلډنګ کوډ آف پاکستان، فائر سیفټی پروویړنز 2016 ء کاپی هم وړاندې ګړې شوه۔دې نه پس اولسمشر د پاکستان انجینئرنګ کونسل ټاسك فورس غړو له تعریفی سرټیفېکټس هم وركړل
د آفتونو خطرې كمولو او د اوور مخنيوي له كوټلې لائحه وضعه كولو ته اړتيا ده
مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ