اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښ?? د ??فاقي كابينې غونډه د زيارت په ورځ په وزيراعظم دفتر كښې وشوه۔ كابينې د بېلا بېلو هېوادونو سره د لوظنامو د تفاهم د يادښتونو د لاسليك كولو منظوري وركړې ده۔ غونډه كښې ډنمارك او جمهوريه سلواكيه خارجه وزارتونو سره د دوه اړخيزه سياسي مشاورت سره د تفاهم په يادښت د لاسليك منظوري هم وركړې شوې۔ د غسې كابين?? د ??رتضٰې خان د پي او اېف بورډ د مالي صلاحكار په توګه د غوره كولو منظوري وركړې دغسې د رحمت الله خان په نېپرا كښې د بلوچستان ممبر په توګه هم منظوري وركړې شوه۔ وفاقي كابين?? د ??سيم ورك د سپېشل كورټ جج سنټرل فېصل آباد ٬ ډسټركټ اېنډ سېشن جج ناصر حسېن د بېنكنګ كورټ جج په توګه بهالپور لپاره او دغسې ډسټركټ اېنډ سېشن جج نويد احمد د بېنكنګ كورټ جج په توګه ګوجرانواله كښې په ځائ كولو منظوري وركړه۔ غونډه كښې د اسياء او بحرالكاهل لپاره د ملګرو ملتونو اكنامك اېنډ سوشل كمېسون (اے پي سي آئي سي ټي) او نېشنل سكول آف پبلك پاليسي (اېن اېس پي پي) دغسې سري لنكا انسټي ټيوټ آف ډوېلپمنټ اېډمنسټرېشن (اېس اېل آئي ډي اے) او اېن اېس پي پي ترمېنځه د تفاهم د يادښتونو د لاسليك كولو هم منظور وركړې شوه۔ د كابينې په غونډه كښ?? د ??ېشنل انرجي اېنډ افېشنسي اېنډ كنزروېشن اتهارټۍ (اېن اي اي سي اے) د بورډ آف ډائرېكټرز جوړولو هم منظوري وركړې شوه۔ په غونډه كښې د سګرېټ په ډبو د عكسونو ?? خبرداري په اړه د نېشنل هېلت ډويژن لخوا وړاندې كړې شوې تجويزونو او سفارشانو هم منظوري وركړې شوه۔ په دې موقع وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د كابينې د ريټائر كېدونكي سېكتر نديم حسن آصف د خدماتو ستائنه هم وكړه۔
د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه
مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa