اسلام آباد 06 جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي د لوې څښتن په فضل او د وطن والو پھ دعاګانو زما صحت مخ په ښه كېدو دے ٬دا ځل د روژې مباركې د پېل كېدو په مهال زه د هېواد څخه لرې يم خو زما زړه د هېواد او هېواد والو سره دے۔د روژې مباركې پھ پیل قام ته په خپل خاص پېغام كښې ده ووئيل د لويې څښتن په فضل به ډېر زر زه ستاسو سره يم۔زه تاسو ټولو ته د دې پاكې مياشتې په پیل مباركي دركوم۔ده ووئيل دا مياشت لويې څښتن د اړخه د رحمت٬مغفرت او بخښنې زيرې راكوي او روژه يو داسې عبادت دے چې د لوې څښتن فرمان دے روژه زما لپاره ده او د دې اجر به زه وركوم
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ کی تجزیات