اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن د نېشنل كمېشن فار هيومن ډوېلپمنټ لپاره د قامي ادارې خدمات ستائېلو سره وئېلي دي دا اداره عام اولس له تر تعليم رسنه او بې وزله اولس ته د روغتيا آسانۍ وركولو له خپل په زړه پورې كردار ترسره كوي٬ مېرمنې بايد لوړې زده كړی وكړي او په قامي پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړي۔دا خبره ده د بشري پرمختګ لپاره د قامي ادارې چيئرپرسن روزينه عالم خان سره په خبرو كښې وكړه چا چې ايوان صدر كښې اولس مشر سره ملاقات كولو۔اولس مشر ووئيل د تعليم كمې د پرمختګ لاره كښې خنډ دے٬دې لپاره به د تعليم معيار ښه كول وي۔۔اولس مشر د استاذانو د تربيې پھ حاجت زور راوړولو سره ووئيل دوي لپاره بايد د تربيي ادارې جوړې كړی شي دغسې چې د طالبعلمانو تعليم لا ښه شي۔اولس مشر د بشري حقونو ادارې د حكومت د پالېسيو ترمخه سماجي خدمات ستائېلو سره ووئيل د ادارو كار كولو سره به لږ وسائل لرونكو خلقو ته زياته ګټھ ورسي۔پھ دې مهال چيئرپرسن روزينه عالم خان اولس مشر ته د خپلې ادارې په اړه بريفنګ وركړو
مېرمنې بايد لوړې زده كړی وكړي او په قامي پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړي
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں