اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي)د قامي فنانس كمېشن(اېن اېف سي)پنځمه غونډه د خزانې وفاقي وزير اسد عمر پھ مشرۍ كښې لاهور كښې وشوه۔پھ فرورۍ كښې د وړومبۍ غونډ?? په مهال تشكيل كړی شو?? د 6 ذيلي ډلو د وركړی شوو اهدافو ټرمز آف ريفرنس له مخې د وسائلو وېش لپاره د بېلا بېلو اړخونو په اړه پريزينټېشن وركړو۔ ذيلي ډلو سپيځلتيا٬همغږۍ او د ډېټا رسنې ته پام لرنه كړې٬د كمېشن غړو د شپږو ذيلي ډلو خپله وړومبنۍ غونډه كښې د شوي كار ستائنه وكړه۔دا سلا راغله چې ذيلي ډلې خپل كار روان وساتي او راتلونكو غونډو كښې دې خپل راپورونه وړاندې كړي۔چيئرمېن تجويز وركړو چې د غربت خاتمې لپاره په مراعات او د سماجي څانګې خرڅونه دې هم د تفصيلي بحث برخه جوړه كړی شي۔د خېبرپښتونخوا حكومت استازو په اېن اېف سي فريم ورك د غور كولو تجويز وركړو چې مقصد يې ټولې وفاقي يونټې د فرق نه غېر مالي وسائلو ته د رسنې او د پاكستان د ټولو وګړو تر پبلك سروس رسنه او د وفاق په ټولو خرڅونو بحث كول دي ۔ټولو غړو پھ فريم ورك اتفاق وكړو او په دې اړه يې د خېبرپښتونخوا د حكومت هڅې وستائېلې۔د كمېشن چيئرمېن تفصيلي خبرې او اتفاق تر مخه د قامي فنانس كمېشن ايوارډ په اهميت زور راوړولو سره ووئيل پھ دې لړ كښې د ټولو وفاقي يونټو لويې ذمه واري جوړېږي۔په غونډه كښې اېن اېف سي ايوارډ ته تر دسمبر 31مه نېټه كال 2019 حتمي شكل وركولو لپاره په هڅو هم سلا راغله۔د كمېشن راتلونكې غونډه به د اپرېل 2019 په آخر كښې كولې شي چې پكښې فاټا او كاروبار كښې د آسانيو ??پاره به د ټېكس اړخونو ته پام لرنه كولې شي۔چيئرمېن د دې عزم پخلې وكړو چې آئي اېم اېف سره د مالي معاملاتو په اړھ په خبرو اترو كښې صوبائي حكومتونه هم به شاملولې شي۔ده تجويز وركړو چې هر وفاقي يونټ دې د ذيلي ډلو آسانيو ??پاره د ډېټا معلوماتو رسنې لپاره يو ??وكل پرسن غوره كړي۔ده په اېن اېف سي سېك??ټر??ټ مضبوطولو زور راوړو چ?? په دې اړه ضروري اقدامات وكړی شي
د خزانې وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې د قامي فنانس كمېشن پنځمه غونډه٬
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم