آستانه 09 جون (اے پی پی) پاکستان د جمعې په روځ د شنګھائی مرستې تنظیم (اېس سی او) مشرانو کونسل 17مې غونډې په مهال د اېس سی او باضابطه غړې جوړ شوې دے۔ د قازقستان اولس مشر نور سلطان نذر بائیوف د اېس سی او مشرانو غونډې په مهال خپل افتتاحی خطاب كښې ?? تنظیم بشپړه غړي په حیثیت د پاکستان هركلے وكړو۔ وزیراعظم محمد نواز شریف د خپل پلاوي سره د اېس سی او مشرانو غونډه كښې ګډون وكړو۔ د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز، د تجارت وزیر خرم دستګیر او د پټرول??م دوهم وزير جام کمال هم د وزیراعظم سره وو۔ دې نه وړاندې د استقبالیې باضابطه دستوره وشوه جې پكښې د قازقستان اولس مشر د وزیراعظم نواز شریف تود هركلے وكړو۔ وزیراعظم محمد نواز شریف د اېس سی او مشرانو کونسل غونډې ته په څپل خطاب کښې ووئيل دا د پاکستان او اېس سی او غړو لپاره يوه تاریخی ورځ ده۔ وزیراعظم ?? تنظیم په بشپړه غړي جوړيدو د پاکستان په مرسته كولو د چین او روس پشمول د غړو هېوادونو او نورو م??نه وكړه۔ ده ووئيل پاکستان د اېس سی او نظام څخه نا واقفه نه دې بلکې د مشرانو په غونډه كښې ګډون او په بيل فورمز په ګډه كار كولو رابطې جوړې كړي۔ دا خبره دې ياده وي چې پاکستان 2005ء راهسې ?? تنظیم مبصر وو او په 2010ء ئې ?? تنظ??م د بشپړه رکنیت خواست كړې وو۔ پاکستان له د رکنیت وركولو اصولی پريكړه 2015ء كښې د روس اوفا ښار كښې اېس سی او مشرانو غونډه كښې شوې وه۔ د مبصر په حیثیت پاکستان ?? تنظیم په غونډو كښې بشپړه ګډون كړې او د ټولو اقدامات ملاتړ ئې كړې۔
پاکستان د جمعې په روځ د شنګھائی مرستې تنظیم باضابطه غړے جوړ شو، د پاکستان او اېس سی او غړو لپاره دا يوه تاریخی ورځ ده۔ وزیراعظم محمد نواز شریف
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز