اسلام آباد۔1جنوری (اے پی پی)وزیراعظم ??مران خان وئيلي دي د قاچاق له امله د هېواد معيشت ته ډېر زيات زيان رسي۔ قاچاق كښې د ككړو كسانو په ضد دې سخت ګامونه پورته كړې شي۔ ددې خيالات څرګندونه هغه د جمعې په ??رځ د قاچاق مخنيوي له د لوړې كچې غونډې مشري كولو په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ غونډه كښې د خزانې وفاقی وزیر ډاكټر عبدالحفیظ شېخ، د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزی?? سېنېټر شبلی فراز، د وزیراعظم ?? تجارت سلاكار عبدالرزاق داود، د وزیراعظم ??اص مرستيال شهزاد اکبر، د وزیراعظم ?? محصولاتو خاص مرستيال ډاکټر وقار مسعود خان، د کامرس، پټرولیم، بحری چارو او داخله ډويژن سېكترانو ٬ د اېف بي آر چيئرمېن او سول او عسكري چارواكو ګډون كولو۔ د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې صوبائي چيف سېكترانو او د خېبر پختونخوا او بلوچستان اېف سي آئي جيز هم ګډون وكړو۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې د سمګلنګ د تېلو خرڅ سره معيشت ته 100 نه تر 150 اربه روپۍ كلن زيان كېږي۔ غونډې ته ووئيل چې دا مهال هېواد كښې 2094 پېټرول پمپس د سمګلنګ تېلو خرڅولو كښې ككړ دي۔ وزیر اعظم ووئيل د قاچاق له امله دهېواد معيشت ته زيات زيان رسي۔ د قاچاق مخنيوي ګامونو سره به محصولات زيات شي كوم به چې د بې وزله اولس په ښېګړه مصرف كولے شي۔ وزیراعظم هدايت وكړو چې قاچاق كښې د ككړو عناصرو په ضد دې سخت ګامونه پورته كړې شي
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښی د قاچاق مخنيوي له د لوړې كچې غونډه
مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا