اسلام آباد 20فروری (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلې دي عمران خان د آئين٬قانون او عدالتي نظام نه تماشه جوړه كړې٬دې كس خلق په هائي كورټ د بريد لپاره لمسولي٬عمران خان ته ترلاسه كېدونكے مهلت د نورو تورونو لپاره ولې نه دے ؟په عدليه پورې مسخرې كونكے به د تفتيشي ادارو سره څه مرسته وكړي؟۔د ګل په ورځ د پارليمان په خوا كښې مېډيا سره په خبرو كښې دې ووئيل نن اولس په ټي وي سكرينز د پاكستان د آئين٬قانون او عدالتي نظام تماشا ګوري چې يو كس كوم چې عدالت رابللے دے هغه عدالت ته د راتللو څخه انكاري دے٬دا كس د پاكستان هر عدالت ته مطلوب دے څوك چې كله ايمبولينس غواړي او كله وهيل چيئر او كله وخت٬دا كس مجرم دے چې د هغه د ضمانت په پیټېشن د هغه خپل لاس ليك نشته او دا مجرم په عدالت بريد كونكے دے۔دې ووئيل كومې آسانۍ جې عمران خان ته وركړې كېږي هغه د پاكستان 22 كروړه اولس ته هم ترلاسه دي؟دې ووئيل هر چرته ځي خو عمران خان د زمان پارك څخه عدالت ته نشي راتللے ٬ هر جرته ځي خو د ګاډي څخه جج نه وړاندې كېدې نه شي٬ دې ووئېل جج صېب خپل رجسټرار عمران خان صېب له ولېږې چې د هغه څخه د لاس ليكونو تصديق وكړي۔دې ووئيل ايا دا آسانۍ به عدالت د پاكستان 22 كروړه اولس ته هم وركوي؟دې ووئېل عمران خان په سوشل مېډيا كال وركړے چې په هائي كورټ بريد وكړئ ۔دې ووئيل نن د جيل بهرو تحريك نعرې وهونكې د جعلي لاس ليكونو د لارې د عدالت څخه د ضمانت اغستو لپاره راغلې٬ دې ووئېل كله چې عدالت عمران خان راغواړي نو هغه وائي چې زه نه درځم٬كله چې عمران خان ته مهلت وركړے كېږي نو هغه د پاكستان اولس په عدالت د بريد لپاره لمسوي ٬چې چلو چلو لاهور هائي كورټ چلو۔ دې ووئېل دا د قانون او عدالتي نظام تماشه ده۔
عمران خان د آئين٬قانون او عدالتي نظام نه تماشه جوړه كړې٬دې كس خلق په هائي كورټ بريد لپاره لمسولي٬عمران خان ته ترلاسه كېدونكے مهلت د نورو ملزمانو لپاره ولې نه دے ؟په عدليه پورې مسخرې كونكے به د تفتيشي ادارو سره څه مرسته وكړي؟مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil