اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني وئېلي دي عدالتي پريكړې سره ثابته شوې چې نواز شريف صادق او امين دے٬ آصف علي زرداري پريكړه نه منلو سره د عدالتي پريكړی توهين كړے٬ نواز شريف په سياسي مېدان كښې عمران خان له بيا بيا ماتې وركړي او اوس په قانوني جنګ كښې هم عمران خان ماتې سره مخ شوې۔د خېبر نه تر كراچۍ او د ګوادر نه تر خنجراب د (ن)ليګ كارمندان دې شكرانه ادا كړي او جشن دې ولمانځي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د عدالتي پريكړی نه پس د مسلم ليګ(ن)كارمندانو ته خپل خطاب كښې وكړھ۔ده ووئيل د مسلم ليګ(ن)كارمندان او ټول پاكستانيانو له مباركي وركوم چې عدالت د وزيراعظم محمد نواز شريف په ضد لګول شوي ټول تورنه رد كړي او د وزيراعظم په حق كښې يې پريكړه كړی۔ده ووئيل عمران خان چې كله د پانامه هنګامه پیل كړه نو وزيراعظم نواز شريف پخپله سترې محكمې ته خط وليكولو او د پلټنو لپاره يې ووئيل خو عمران خان چا چې اول پخپله د كمېشن غوښتنه كوله٬د وزيراعظم د خط نه پس يوټرن اخستو سره يې ووئيل ستره محكمه دې پريكړه وكړي۔ده ووئيل وزيراعظم پخپله خپل ځان او كورنۍ سترې محكمې ته وړاندې كړې۔ده ووئيل مونږ وړاندې هم وئېلي وو چې د عدالتي پريكړی به احترام كولې شي خو آصف علي زرداري څوك چې د عدالتونو د احترام ادعا كوي٬پريكړه نه منلو سره د عدالتي پريكړی توهين كړی۔ده ووئيل عمران خان ته دا وئېل غواړم چې نواز شريف به استعفٰی نه وركوي بلكې ته به د پاكستان د سياست څخه استعفٰی وركوې۔ده ووئيل عمران خان دې د ادارو او قانون احترام زده كړي او د رښتيا وئېلو او زغم حوصله دې پیدا كړي
عدالت د وزيراعظم محمد نواز شريف په ضد لګولې ټول تورنه رد كړي
مضمون کا ماخذ : پاور بال