اسلام آباد 30 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي آيا قائد ا??ظم وئيلي وٶ چې د توشه خانه او د خانه كعبه عكس لرونكې ګهړۍ خرڅه كړئ ؟ آيا قائدا??ظم دا وئيلي وٶ چې سرلښكر له په بنده كوټه كښې د تاحيات پراختيا بلنه وركړئ٬ عمران خان دې د خپلو “حرکتونو” د قائدا??ظم اعليٰ فرامين سره د مطابقت هڅه نه كوي، د وفاقي حکومت تخت اپوټه كونكے د خپلو صوبائي حكومتونو ختمولو په اعلان بېرته ستون شو٬ د حقيقي آزادۍ په نامه د لګولې ډرامې ډراپ سين ټول قام وليدو ، عمران خان خپل اقتدار بچ كولو لپاره سپيکر، دوهم سپيکر او ګورنرز په آئين شكنۍ مجبور كړي، وفاقي کابينې د قائدا??ظم يونيورسټۍ او بهاره كهو بائي پاس په تنازعه د كمېټۍ سفارشات، واشنګټن كښې د پاکستان سفارت د دوو ودانيو نيلامۍ پشمول د نورو نكاتو منظوري وركړه۔ د شورو په ورځ ?? وزيرا??ظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل ?? وزيرا??ظم په مشرۍ كښې د غونډې په پېل كښې وزيرا??ظم د ا??ظم نذير تار?? د ??انون وزير په توګه د خدمات ستائنه كړې۔ د وفاقي کابينې غړي د ا??ظم نذير تارړ كور ته هم تللي او ھغه ئې ?? وزيرا??ظم لخوا د استعفيٰ نه منظورولو نه خبر كړے، ا??ظم نذير تار?? د ??زيرا??ظم په امر بيا ?? وزارت قلمندان سنبهال كړے او وفاقي كابينې په غونډه كښې ئې ګډون هم كړے۔ دې ووئېل وفاقي کابينې په كوئټه كښې د ځان مرګي بريد غنده كولو سره شهيدانو او د ژوبل شوو لپاره دعا كړې۔ پاکستان كښې چې په كوم ډول د پوليو د رنځ خاتمه شوې ھغه د ستائنې وړ ده، وفاقي کابينې د پوليو خاتمې په قامي اېجنډا عمل كولو لپاره د ټولو شراكتدارو د خدمات ستائنه هم كړې۔ دې ووئيل د خوراك وزارت لخوا په هېواد كښې د غنمو صورتحال پحقله وفاقي كابينې ته بريفنګ وركړ?? شوے۔ غونډې ته ووئيل شول د هېواد ضرورت ترسره كولو لپاره غنم په وافر مقدار موجود دي ، د تېر كال او د سږ كال كه موازنه وكړې شي نو د غنمو ډېره ذخيره موجود ده، سږ كال د غنمو مجموعي ضرورت 30.79 مېليون ميټرك ټن دے او شته ذخيره دوه فيصده زياته ده۔ دې ووئيل په هېواد كښې د سېلاب باوجود د موثره لائحې له امله ذخيره ډېره موجود ده او داسې انتظامات شوي چې په هېواد كښې كوم ډول غذائي قلت به نه وي۔ وفاقي کابينې د خوراك وزير او د ھغه د ډلې د خدمات ستائنه هم كړې۔ دې ووئيل په واشنګټن كښې د پاکستاني سفارت د دوو ودانيو په معامله بحث شوے٬ كابينې ته ووئيل شول په كال 2010 كښې د وخت وزيرا??ظم په امر د دواړو دوانيو رنګ روغن منظوري وركړې شوې وه، تر اوسه د يوې ودانۍ د رنګ روغن 60 فيصده كار بشپړ شوے او د يوې ودانۍ كار ترسره شوے ، په كال 2018 كښې د دې ودانۍ سفارتي سټېټس ختم كړ?? شوے ٶ٬ اوس دا يو نجي زمكه ده ٬ په دې ټېكس رجيم هم كم شوے، د كال 2019 نه تر اوسه اته لكه 19 زره ډالره ټېكس ادا كړ?? شوے ٬ مونږ وداني نه استعمالوٶ خو ټېكس وركوٶ٬ په دريو مياشتو كښې به يو لك ټېكس نور زيات شي٬ په كال 2020 كښې ?? وزيرانو يو كمېټي جوړه شوې وه، كمېټۍ په وركنګ كولو 45 لكه ډالره بيعه لګولې وه٬ د امريكې د ټېكس څانګې دا وئيلي دي اوس به ئې نه خرڅوې او نه به ئې استعمالوۍ اوس به د دې نيلامي كول وي٬دې ووئېل تر اوسه دې ودانيو څخه د 13 لكه ډالرو وصولو وئيلي شوي٬ وئيلي شوي چې كه پاكستان دا نيلام نه كړي نو د امريكې حكومت به دا ودانۍ نيلام كړي٬ اوس د 68 مېليونه بولي راغلې٬ د بډنګ عمل كوم چې پاك او سپېځلے روان دے او د خارجه وزارت په سمرۍ وفاقي كابينې د بډنګز د سپېځلې عمل د لارې د خرڅولو منظوري وركړې ۔ وفاقي وزېرې ووئيل د قائدا??ظم پوهنتون او بهاركهو بائي پاس شخړه روانه ده، ډاکټر عزيز الرحمان او د نورو پټيشن هم ٶ ٬ په دې د عدالت ابتدائي حكم هم راغلے ٬ چې پكښې رياست ته وئيلي شوي چې ھغوي د ثالثۍ كردار ولوبوي، دغس ېعدالت سردار اياز صادق، زما نه علاوه قمر الزمان کائرہ او د داخله سېكرټري پشمول يوه كمېټي جوړه كړې وه چې پكښې د شراكتدارو نمائندګان هم شامل دي، د دې كمېټۍ دوه غونډې شوي٬ چې پكښې دواړه ډلې او پټيشنز اورېدلې شوي٬ ځينې مطالبې هم رامخې ته شوي٬ د حکومت دا ترجيح وه چې په سپېځلې ډول حتمي نتيجي ته ورسوو ٬ په دې لړ كښئ يو وركنګ پېپر جوړ شوے٬ د ھغې د سفارشات كابينه منظوري وركړې ٬ د اطلاعات وزيرې ووئېل په سفارشات كښې وئيلي شوي چې باركهو بائي پاس لپاره به د قائدا??ظم پوهنتون لاره اغستلې شي نو پوهنتون ته دې تر بائي پاس نېغ په نېغه رسنه وركړې شي٬ دا د پوهنتون لويه مطالبه وه٬ د سي ډي اے به ذمه واري وه چې پوهنتون ته لېنډ ليز كوم چې 33 كاله پس پراخه كول دي ٬ د ھغې انتظامات وكړي، د قائدا??ظم يونيورسټۍ د ليز بقاياجات معامله دې حل كړې شي او پوهنتون ته دې سهولت وركړے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزيري ووئيل د فيفا ورلډ كپ په معامله پي ټي وي سپورټ سره ډېر غټ لاس شوے، په دې معامله تحقيقات بشپړ شوي٬ اوس هم مونږ هڅه كوٶ چې ادارې ته د باقي مېچونو رائټس وركړے شي، د پي ټي وي اېم ډي او سپورټس ډله په دې كار كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب مريم اورنګزېب ووئيل د عمران خان په مشرۍ كښې په لسبېله كښې د چورلكې پېښې نه وروستو يو كمپائن پېل شوے ، ناوړه ذهنيت او د كمپائن نه پس هغوي څخه نوره څه توقع كېدې شي، عمران خان د قائدا??ظم فرمان د لارې نوي آرمي چيف ته مباركي وركولو كښې ووئيل د رياست او اولس ترمېنځه چې د اعتماد كوم كمے دے ھغه به سموٶ، ايا د اعتماد دا كمے دے چې سرلښكر ته په بند كوټه كښې د تاحيات پراختيا افر وكړے شي ٬ د پاكستان پوځ افسرانو او شهيدانو په ضد كمپائن وچولئ ٬ سرلښكر ته سياسي مداخلت لپاره باقاعده بلنه وركړۍ٬ سپيكر٬ دوهم سپيكر او د د ګورنرز د لارې آئين شكني وكړئ او مقصد ئې خپل اقتدار بچ كول وي٬ دې پوښتنه وكړه آيا قائدا??ظم دا وئيلي وٶ چې د توشه خانه نه د خانه كعبه د عكس لرونكې ګهړۍ خرڅه كړئ؟ عمران خان دې د خپلو “حرکتونو” د قائدا??ظم اعليٰ فرامين سره د مطابقت هڅه نه كوي۔ دې ووئيل عمران خان له به د توشه خانه او فارن فنډنګ پشمول د ټولو بدعنوانيو حساب وركول وي، د عمران خان ذهن جمهوري نه دے، ھغه ناكام ،کرپټ او نااهل دے،عمران خان په هېواد كښې عدم استحكام او تقسيم غواړي
وفاقي کابينې د قائداعظم يونيورسټۍ او بهاره كهو بائي پاس په شخړه د كمېټۍ سفارشات، واشنګټن كښې د پاکستان سفارت د دوه ودانيو نيلامۍ پشمول د نورو نكاتو منظوري وركړه۔ د وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ميډيا ته بريفنګ
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا