اسلام آباد۔14فروری(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي سره د خزانې وفاقي وزيرسېنېټر اسحاق ډار ملاقات وكړو او دے يۍ د نړيوال مالياتي فنډ (آئی اېم اېف) سره په مذاكراتو كښې د شوي پېشرفت په اړه خبر كړو۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لمخې صدر مملكت آئي اېم اېف سره په لوظنامه خبرو له د حكومت د هڅو ستائنه وكړه او باور يۍ وركړو چې د پاكستان حكومت به آئي اېم اېف سره په كړې خپلو وعدو ولاړ پاتے كېږي۔ وفاقی وزیر ووئيل حكومت يو آرډیننس جاری كولو سره د ټېكسونو د لارې اضافي ريونيو جمع كول غواړي۔ صدر مشوره وركړه چې په دې مهمه موضوع به د پارليمنټ باور ترلاسه كول زيات مناسب وي او په فوري توګه بايد غونډه راوبللې شي دغسې چې بل د كوم تاخير نه غېر قانون جوړ كړے شي۔
مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل