پېښور ۔29 اپرېل(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي چې هېواد په معاشي توګه مستحكم كولو له به د ژوند ټولو څانګو سره تعلق لرونكو له خپل كردار ترسره كول وي٬ مسئلو او ستونزو څخه انكار نشي كېدې ٬ اجتماعي بهترۍ له اجتماعي سوچ او كردار ته اړتيا ده۔ دا خبره ده تېره ورځ د فېډرېشن آف پاکستان چېمبرز آف کامرس اېنډ انډسټریز پخوانيو صدرانو سلطان چاوله، میاں ناصر حیات مګو او زکریا عثمان سره ګورنر هاؤس كښې د ملاقات په مهال وكړه۔ په ملاقات كښې د اېف پی سی سی آئی پخوانو صدرانو ګورنرد خېبر پښتونخوا په شمول په ګرد هېواد كښې بزنس کمیونټی ته پېښو مسئلو څخه خبر كړو۔ دې څخه وروستو ګورنر سره د شمالي وزيرستان 30 كسيزه پلاوي هم په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ پلاوي ګورنر سيمه ايزو او اولس ته پېښې مسئلو څخه خبر كړو۔ ګورنر پلاوي ته د خپل اړخه د بشپړه مرستې باور وركړو۔ ده ووئيل د قبائلي ضلعو محرومۍ ختمولې شي۔ وروستو ګورنر د رېتي بازار ناڅاپي دوره وكړه په كومه چې وګړو او تجارانو د خوشحالۍ او حېرانتيا څرګندونه وكړه۔ ګورنر دكاندارانو سره ملاقات وكړو او عامو وګړو څخه يۍ تپوس پوښتنه وكړه۔ په دې مهال ګورنر پخواني چيئرمېن ملك غلام حبيب سره د هغه د لور په مړينه غمرازي وكړه۔ دغسې ګورنر په یونیورسټی ټاؤن كښې چیف انجینئر سی اېنډ ډبلیو محمد ایوب خان سره د هغه د كورودانې په مړينه غمرازي او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔
مسئلو او ستونزو څخه انكار نشي كېدې ٬ اجتماعي بهترۍ له اجتماعي سوچ او كردار ته اړتيا ده٬ د كے پي كے ګورنر حاجي غلام علي
مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن