د داخله وزير واشك ته نزدې په رامخې ته شوې ترافيكي پيښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه


اسلام آباد۔29 مئی(اے پی پی) داخله وزير محسن نقوي واشك ته نزدې تربت څخه كوئټه ته د تلونكي بس ژورې كندې ته د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د شورؤ په ورځ په خپل بيان كښې داخله وزير ووئيل د افسوس وړ دې پیښه كښې په ځاني زيان راته سخت خفګان رسېدلے دے٬ د ځپليو كورنيو په غم دړد كښې يو برابر شريك يؤ۔ وفاقی وزیر د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا هم وكړه۔