د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د روس دفاع لپاره د نائب وزیر په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات


پينډۍ 28 اکتوبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف ، د دفاع او دفاعی پیداوار سیکرټری سره د روس د دفاع نائب وزیر کرنل جنرل الیګزینډر وی فومن په مشرۍ كښې دفاعی پلاوي جلا جلا ملاقاتونه كړي چې پكښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د روس د دفاع نائب وزیر کرنل جنرل الیګزینډر وی فومن په مشرۍ كښې دفاعی پلاوي د دفاع وزارت پيندۍ دوره وكړه چرته چې هغوي د دفاع وزير خواجه محمد آصف، د دفاع سېكرټري لیفټیننټ جنرل(ر) محمد علی، د دفاعي پیداوار وزارت سیکرټری لیفټیننټ جنرل(ر) چراغ حیدر سره ملاقاتونه وكړل۔