اشک آباد ۔ 25 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د جمعې په ورځ د تركمانستان اولس مشر قربان علي بردي محمودف سره ليدلې دي او ورسره ئې د شريكې خوښې په چارو خبرې كړې۔ دواړو په ترکمانستان، افغانستان، پاکستان، هند (تاپی) ګاز پائپ لائن منصوبه او د دواړو هېوادونو ترمينځھ د هوائي رابطو بيا بحالولو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه كرې ده ۔ دې نه وړاندې كله چې وزيراعظم په دوه ورځنۍ دوره ” د غوره ټرانسپورټ نړيوال کانفرنس” كښې ګډون كولو لپاره د تركمانستان پلازمينې اشك آباد ته ورسېد نو د ده تود هركلے وكړے شو۔ وزيراعظم د تركمانستان اولس مشر په بلنه دا دوره كوي۔ د وزيراعظم سلاحكار عرفان صديقي او خاص مرستيال طارق فاطمي هم وزيراعظم سره ملګري دي۔ دا كنفرنس د ملګرو ملتونو تر سېوري لاندې په اولني ځل كېږي۔ په كنفرنس كښې نزدې 1500 استازي ګډون كوي۔ چې پكښې اولس مشران ٬ وزيران ٬ د نشخصي څانګې سي اي اوز ٬ د سول سوسائټۍ لارښود او د ملګرو ملتونو عهدېداران شامل دي۔ كنفرنس كښې به غوره پرمختګ لپاره د 2030ء ایجنډې ترسره كولو په حقله د غوره ټرانسپورت په وده او كردار خبرې كولې شي۔ پاکستان او چین ګوادر او کراچۍ كښې خپلو بندرځايونو ته د غوره مواصلاتي رابطې وركولو لپاره پاك چين اقتصادي راهداري پېل كړې۔په خشكۍ كښې ګېر د منځنۍ آسيا رياستونه كراچۍ او ګوادر كښې د پاكستان بندر ځايونو ته رسنې له د رېل او د ټرانسپورټ سترې لارې كارولې شي
د تاپي ګاز پائپ لائن په منصوبه او د دواړو هېوادونو ترمينځه د هوائې رابطو بيا د سره جوړولو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی