انجينئر امير مقام صوابۍ تهاڼه كښې په رامخې ته شوې پیښه د غم دړد څرګندونه وكړه


اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سفيران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام صوابۍ تهاڼه كښې د چاودنې په پېښه د غم دړد څرګندونه كړې۔جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير انجينئر امير مقام د ژوبل شوو پوليس اهلكارو كورنيو سره د يووالي او غمرازي څرګندونه كړی۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا هم كړې۔ده ووئيل د دې پېښې انكوائري پكار دي ۔وفاقي وزير ووئيل صوبائي حكومت په اولسي جلسو فنډز خرڅ كولو كښې مصروف دے او زمونږ پوليس اهلكار د زړو وسلو په كارولو مجبور دي او د دې پېښې بشپړه پلټنې كول پكار دي۔ده د مسلم ليګ(ن)كاركنانو ته هدايت وكړو كه چړې ژوبل شوو پوليس اهلكارو ته د وينې ضرورت وي نو په سمدستي توګه روغتون ته ورسئ۔