اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د روزنامه جنګ سره تعلق لرونكې سينئر خبريال علي حمزه خان په مړينه د غم رازۍ څرګندونه كړې۔د جمعې په ورځ د غمرازۍ په خپل بيان كښې دې ووئيل د ورور علي حمزه خان د مرګ په خبر اورېدو ډېره خفه شوې يم٬د ارواښاد صحافت څانګې له خذمات به تل ياد ساتلے شي۔دې دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز