وفاقي وزير محسن نقوي د لاهور هوائي مېدان په اميګريشن کاونټر د اور لګېدو نوټس واغست


اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د لاهور ائيرپورټ په اميګريشن کاونټر كښې د اور لګېدو د پېښې نوټس اغستو سره تفصيلي رپورټ غوښتے او د پېښې د تحقيقات ئې امر كړے۔ وفاقي وزير محسن نقوي امر وكړو چې د مسافرو سهولت لپاره دې د اميګريشن کاونټر زر فعاله كړے شي۔