اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د پاکستان او سعودي عرب ترمينځه د اولسې رابظو زياتولو په حاجت زور راوړلو سره د سعودي عرب سلامتيا، خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا لپاره د پاکستان د بشپړه مرستې پخلے كړے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سعودي د كورنيو چارو وزير شهزادہ عبدالعزيز بن سعود بن نائف بن عبدالعزيز السعود سره خپلو خبرو كښې كړې چا چې د ګل په ورځ ده سره ليدلي وؤ۔ وزيراعظم عمران خان اسلامي اتحاد ته وده وركولو كښې د خادم حرمين شريفين شاہ سلمان بن عبدالعزيز السعود قائدانه کردار وستائلو او سيمه او نړۍ كښې امن او سلامتيا لپاره ئې د سعودي عرب د هڅو اعتراف وكړو۔ وزيراعظم د سعودي ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان د سعودي عرب پرمختګ او سوكالۍ وژن او د پاکستان او سعودي عرب ترمينځه د ورورولۍ اړيكو لپاره ئې د هغه د قدر وړ خذمات وستائل۔ وزيراعظم په خاص توګه په هر سخت وخت كښې د پاکستان په حمايت كولو د سعودي عرب مننه وكړه۔د سعودي عرب په ضد د حوثي م??يش??اﺀ بريدونو غندنه كولو سره وزيراعظم عمران خان د سعودي عرب سلامتيا، خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا لپاره د پاکستان د بشپړه مرستې پخلے وكړو۔ شهزادہ عبدالعزيز وزيراعظم له د سعودي ولي عهد د اړخه د خيرسګالۍ پيغام ورورسولو او د پاکستان او سعودي عرب ترمينځه د ملګرتيا نزدې اړي??و پخلے ئې وكړو۔ده د سعودي عرب په پرمختګ كښې د پاکستانيانو د مثبت کردار هم اعتراف وكړو او د خپل وزارت په اړه ئې په ټولو چارو كښې د پاکستان سره په ګډه د كار كولو پخلے وكړو۔
وزيراعظم عمران خان سره د سعودي عرب د كورنيو چارو وزير ملاقات، د سعودي عرب سلامتيا، خپلواكۍ او سيمه ايزې سلاميتيا لپاره د پاکستان لخوا د بشپړه مرستې پخلے
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ