اسلام آباد۔12مارچ (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان وئيلي دي چې د حكومت د كاميابو تګلارو له امله په ميراث كښې ??رل??سه شوي ديواليه معيشت ته استحكام ??رل??سه شوې او ملي معيشت اوس د دوامدار پرمختګ په لوري روان دے۔ وزی??اع??م ټاكلې شويو نمائندګانو ته اولس سره د تړون لا مضبوطولو هدايت هم كړې دغسې چې اولس سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د روانو سركاري سكيمونو په اړه خبر كړې شي۔ وزی??اع??م عمران خان دا خبره د سمندري چارو وزير سيد علي حېدر زېدي او پېښور ٬ اسلام آباد ٬ پېنډۍ او چكوال سره تعلق لرونكو د قومي ??سمبلۍ غړو او د مېرمنو په مخصوص چوكو ټاكلې شويو غړو سره جلا جلا ملاقانو كښې وكړه۔ وزی??اع??م ووئيل حكومت د انفارمېنش ټېكنالوجي ودې او ځوانانو لپاره د روزګار موقعې زياتولو له هم يو شمېر ګامونه پورته كړي دي٬ دې سره سره د کامیاب پاکستان پروګرام لاندې به په راروانو دوه كلونو كښې په كاروباري قرضونو د 407 اربه روپو سب??ډي وركړې شي۔ د احساس پروګرام لاندې د مياشتې وظيفه 12,000 روپو څخه زياتېدو سره 14 زره روپو ته ورسولې شوه۔ د ګرېجوېټ انټرن شپ د مياشتې 30,000 روپۍ وظيفې سره سره 26 لكه سكالرشپس لپاره 38 اربه روپۍ بېلې كړې شوي دي۔ وزي??اع??م سره په ملاقات كوؤنكو كښې د پيښور نه شوکت علي او شيرعلي ارباب، د اسلام آباد نه راجه خرم شهزاد نواز او علي نواز اعوان ٬ د پنډۍ او چکوال نه راشد شفيق، منصور حيات خان او ذوالفقار علي خان، او د مېرمنو په مخصوص چوكو ټاكلې شويو كښې كنول شوزب ٬ بيګم شاهين سيف الله تورو، نفیسه عنایت الله خټک او نورین فاروق ابراهیم شامل وه۔ د قومي ??سمبلۍ پخواني غړي چوهدري اشفاق ٬ حاجي محمد يونس علي انصاري او سي اي او چين ون مياں كاشف اشفاق هم وزي??اع??م سره ملاقات وكړو
د حکومت د كاميابو اقتصادي تګلارو له امله ملي معيشت اوس د دوامدار پرمختګ پر لور روان دی٬ ټاكلې نمائندګان دې اولس سره خپله رابطه مضبوطه كړي۔ د وزيراعظم عمران خان علي حېدر زېدي او د قومي اسمبلۍ غړو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز