اسلام آباد۔15مارچ(اے پی پی) نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر د كورونا وائرس مثبت كېسونو په زېاتېدو د اندېښنې څرګندونه كړې ده۔ د ګل په ورځ سهار د اېن سي او سي غونډه وشوه۔ په سېشن كښې د ټولو صوبو چيف سېكرټريز د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ سېشن كښې د كورونا په زېاتېدونكو كېسونو د اندېښنې څرګندونه وشوه۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې روغتونونو كښې د رنځورانو داخله هم مخ په زياتېدو ده۔ هېواد كښې د كورونا د لاسه حق رسېدليو كښې د 55 فيصده كسانو تعلق پنجاب سره دے۔ په دې موقع د وباﺀ مخنيوي له د صوبو لخوا د پورته كېدونكو ګامونو ستائنه وشوه۔ صوبائي انتظاميې ته هدايت وكړے شو چې د اېس او پيز خلاف ورزي كوؤنكو په ضد بايد سخته انتظامي كارروائي وكړې شي۔ صوبو ته خواست وكړے شو چې هغوي دې دا خبره باوي كړي چې په ټرانسپورټ / هوټلو او نورو ځايونو كښې به په اېس او پیز سختۍ سره عملدرآمد كولے شي۔ د خلاف ورزۍ په نتيجه كښې د سېلګرۍ څانګې په بندولو هم غور كېدے شي۔ اولس ته خواست وكړے شو چې هغوي دې مشرانو وګړو ته وېكسين ولګوي ولې چې د هغوي د مرګونو شرح زياته ده
د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر د كورونا وائرس مثبت كېسونو په زېاتېدو د اندېښنې څرګندونه
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش