اسلام آباد 09ستمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت ??رخ حبيب وئېلي دي مو??انا فضل الرحمان سياسي بې رو??ګا??ه دے٬هغه پيپلز پارټي او مسلم ليګ(ن)استعمالوي٬ اپوزېشن د يو بل په ضد مخالف شوي او د يوبل د راغورځولو هڅې كوي۔پيپلزپارټۍ مسلم ليګ(ن)په خپلو كښې وركړه راكړه كړې وه خو وزيراعظم عمران خان نه وړاندې داسې كړي نه به اوس څه وركړي يا واخلي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ نجي ټي وي چينل پروګرام ګښې وكړه۔ده ووئيل د مو??انا فضل الرحمان زوې او د دوي غړي هم د اسمبلۍ برخه دي٬يو خوا موجوده اسمبلو ته ناجائزه وائي او بيا هم د دې اسمبلۍ څخه د مو??انا فضل الرحمان زوي د ډپټي سپيكر ټاكنو كښې برخه اخستې۔ ده ووئېل مو??انا فضل الرحمان كه هر څه وائي د هغه په خبرو كوم فرق نه پريوځي۔ده ووئيل هغه د 2008 نه تر 2013 د پيپلز پارټۍ اتحادي ؤ او د 2013 تر 2018 د مسلم ليګ(ن)د اتحادي په توګه مو??انا فضل الرحمان د اقتدار خوندونه اخستي۔ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت هغه يوازنے حكومت دے چې پكښې مو??انا فضل الرحمان نشته ځكه د هغه خبره كوم وزن نه لري۔ده ووئيل د پي ټي آئي حكومت په سماجي څانګه كښې لويې او مهم اقدامات كوي٬د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل كوم وزيراعظم اولس له هېلت كارډز وركړي۔ ده ووئېل په خېبرپښتونخوا كښې د هېلت كارډ وركولو نه پس پنجاب كښې د هېلت كارډ وركولو لپاره 60 اربه روپۍ مختص كړې شوي۔
مولانا فضل الرحمان سياسي بې روزګاره دے٬هغه پيپلز پارټي او مسلم ليګ(ن)استعمالوي۔د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن