اسلام آباد 02 فروری(اے پی پی)پاكستان وئېلي دي چې د فرورۍ 5مه نېټه به د كشمير يو والي ورځې په توګه يو ځل بيا په بشپړه ډول لمانځلې شي٬د هر كال په څير سږ كال به هم پاكستانې اولس د كشمير يو والي ورځې په موقع د خپلو كشميري وروڼو او خوئېندو حق خوداراديت ترلاسه كولو لپاره د هغوي د منصفانه هلو ځلو د غېر متزلزل ملاتړ څرګندونه كوي۔د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئيل چې پاكستان كښې به د ټولنې ټولې طبقې او په ټوله نړۍ كښې مېشته پاكستاني او كشميري دا ورځ روايتي جوش او جذبې سره لمانځي۔ وياندې ووئيل چې مونږ ګڼو چې په منطقه كښې تل پاتې امن او سلامتيا او پرمختګ د كشمير مسئلې سولييز حل سره تړلے دے۔ دې ووئيل چې دا ضروري ده چې كشميرې اولس دې د ملګرو ملتونو تر سيوري لاندې د آزادې او بې پرې استصواب رايې د لارې د خپلواكۍ حق ترلاسه كړي۔ دې ووئيل پاكستان به د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د شخړيز جمو كشمير منصفانه او پرامن حق لپاره د خپلو كشميري وروڼو او خوئېندو هر ممكنه ملاتړ روان ساتي
د كشمير يو والي ورځ به په بشپړه ډول لمانځلې شي۔ د خارجه دفتر ويانده
مضمون کا ماخذ : prêmios lotofácil