اسلام آباد۔22اکتوبر(اے پی پی) په پاكستان كښې د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د هڅې كوؤنكې غېر سركاري ادارې انټرنېشنل رېسكيو كمېټۍ كنټري ډائرېكټر (پاكستان) شبنم بلوچ وئيلي دي چې په ګرد هېواد كښې د سېلاب ځپليو د مرستې او بحالۍ كار په هره كچه تندۍ سره روان دے خو دې هڅو كښی به لا تندي رامخې ته كول وي دغسې چې سېلاب ځپلي د ډول ډول رنځونو څخه وساتلې شي او د دوئي د بحالۍ عمل باوري كړې شي۔ د خالي په ورځ په يو بيان كښې دې ووئيل په پاكستان كښې 33 ملينه كسان د تباهي خپرونكي سېلاب د لاسه ځپلې شوي دي ، د 1700 څخه زيات مړه شوي دي٬ د لكھونو په شمېر كورونو ته زيان رسېدلے دے او په لكھونو اېكړه ولاړ فصلونه له مينځه تلې دي۔ كنټري ډائرېكټر ووئيل پاكستان د موسمياتي بدلونونو د لاسه د نړۍ په هغه يو څو هېوادونو كښې دې كوم چې زيات ځپلې دي۔ بياهم د زياتېدونكي موسمياتي بدلون ستونزې ډېره كمه ذمه واري په پاكستان راځي۔
سېلاب ځپلي بېلو رنځونو څخه ساتلو له به د بحالۍ عمل كښې تندي كول وي٬ كنټري ډائرېكټر انټرنېشنل رېسكيو كمېټي
مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena