پینډي 27 فروري (اے پي پي)د امنيتي ځواكونو او ترهه ګرو ډلو ترمينځه د ډزو په تبادله كښې د پاك پوځ دوه ځوانان شهيدان او په ځوابي كاروائۍ كښې 2 ترهه ګر هم وژلې شوي۔د آئي اېس پي آر له مخې د شمالي وزيرستان په اسپين وام سيمه كښې كاروائي وكړی شوه چې په دې مهال د امنيتي ځواكونو او ترهه ګرو ډلو ترمينځه د ډزو تبادله وشوه چې په نتيجه كښې يې 2 ترهه ګر ووژل شول۔د ترهه ګرو په ډزو كښې سپاهي عمران الله او سپاهي افضل خان شهيدان شوي۔امنيتي ځواكونو په موثره طريقه د ترهه ګرو اډو پته لګولې چې د هغوي د قبضې څخه په لويې مقدار وسله او چاودېدونكي توكي برآمد شوي او دا ترهه ګر په امنيتي ځواكونو او د بې ګناه وګړو په وژلو كښې ككړ وو۔د آئي اېس پي آر وېنا ده چې پاك پوځ د ترهه ګرۍ لعنت خاتمې لپاره عزم لري۔دغسې د مېړنو ځوانانو داسې قربانۍ زمونږ عزم لا قوي كوي
مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil