اسلام آباد 17مارچ(اے پی پی)صدر ډاکټر عارف علوي د پاک فضائيه مشر ایئر چیف مارشل مجاهد انور خان (نشان امتياز ملټري) ته نشان امتياز ملټري سول وركړے، دا اعزاز هغه ته د پیشه وره خدمات او آپریشن ”سوئفټ ریټارټ” كښې د كاميابۍ د لارې د ??اك??تان اولس حوصله لا زياتولو په اعتراف وركړے شوے۔ په دې اړه د شورو په ورځ ایوان صدر كښې يوه دستوره وشوه۔په دستوره كښې د دفاع وزير پرویز خټک، وړومبنۍ مېرمن بیګم ثمینه علوي ، اعلٰی پوځي چارواكو او نورو شخصياتو ګډون كولو۔ چیف آف ??یئر سټاف ایئر چیف مارشل مجاهد انور خان نشان امتیاز (ملټری) په كال 1983ء كښې په پاك فضائيه كښې د فائټر پائلټ په حېثيت سره شموليت كړے ؤ۔ هغه د يو فائټر سکوارډن مشري كړې او د بیس کمانډر پی اے ایف شهباز، بیس کمانډر پی اے ایف مصحف، ایئر آفیسر کمانډنګ او سینټرل ریجنل ایئر کمانډ او ډپټی چیف آف ??یئر سټاف (سپورټ) او ډپټی چیف آف ??یئر سټاف (آپریشنز) په حېث ئې هم وظيفه ترسره كړې۔ ایئر چیف مارشل مجاهد انور خان د کامبیټ کمانډرز سکولز، کمانډ اینډ سټاف کالج اردن او نیشنل ډیفنس یونیورسټی اسلام آباد نه ګریجویټ دے۔ هغه په وار سټډیز اینډ ډیفنس مینجمنټ كښې د ماسټرز ډګری لري۔ ایئر چیف مارشل مجاهد انور خان ته د جمهوريه ترکي حکومت ”دی لیجن آف میرټ میډل8221; وركړے دے۔ ده د مارچ په 19مه نېټه كال 2018 كښې د پاک فضائيه مشر په حېث چوكۍ سنبهاله كړې وه ۔ كله چې د هند جنګي ا??وتكو د فرورۍ په 26مه نېټه كال 2019 كښې د ??اك??تان د فضائي حدونو خلاف ورزي وكړه نو په ځواب كښې ئې يوه ورځ وروستو په 27 مه نېټه د ایئر چیف مارشل مجاهد انور خان په مشرۍ كښې آپریشن ”سوئفټ ریټورټ” وكړے شو۔ د هند مس ایډوینچر په ځواب كښې د پاکستان ایئر فورس په زړه پورې كاميابي ټول قام ستائلې۔ دغسې د ایئر چیف مارشل مجاهد انور خان پیشه وره خدمات ترسره كولو او آپریشن سوئفټ ریټورټ كښې د ??اك??تاني اولس حوصلې لا زياتولو په اعتراف هغه له صدر نشان امتياز سول وركړو۔
صدر ډاکټر عارف علوي ایئر چیف مارشل مجاهد انور خان له نشان امتياز ملټري سول وركړو
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت