فیصل آباد۔19ستمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وز??ر مملكت فرخ حبيب وئيلي دي پاكې او سپېځلې ټاكنې كولو سره سره ووټران خبر ساتل او د عملې تربيه د الېكشن كمېشن ذمه واري ده۔ په ټاكنو كښی اپوزيشن د ټېكنالوجي كارول ځكه نه خوښوي چې دې سره به د ټګۍ مخنيوې وكړې شي۔ په تېر وخت كښې سمندر پورې پاكستانيانو ته د رائې كارولو ح?? وركولو لپاره هېڅ ګامونه نه دي پورته كړې شوې او اوس مونږ صفا ٬ سپېځلې او بې پرې ټاكنې غواړؤ۔ الېكشن كمېشن له به خپلې ذمه وارۍ ترسره كول وي۔ د هاؤسنګ منصوبې ترسېوري لاندې د 60 اربه روپو قرضې منظورې كړې شوي دي چې ورسره به ډېره زر فېصل آباد كښې صحافي كالوني جوړه كړې شي۔ د اتوار په ورځ ماښام ميډيا سره خپل خطاب كښې هغه وو??يل دا خبره د افسوس وړ ده چې اوپوزيشن د پاكو او او سپېځلو ټاكنو په لاره كښې خنډان راولاړوي۔ هغه وو??يل دا مهال 90 لكه پاكستاني وګړي د روزګار په لړ كښې بهر هېوادونو كښې مېشته دي او د كال د 30 اربه ډالرو ترسيلات زر پاكستان ته رالېږي او د آئين د شق 94 ترسېوري لاندې دوئي ته حق ترلاسه كېدل د دوئي حق دے۔ هغه وو??يل دا ه?? وئيلې شي چې راتلونكو ټاكنو لپاره وخت كم دے ځكه دومره مشينونه جوړېدې نه شي۔ حال دا دے چې دا د ټېكنالوجي دور دے له دې كبله په لږ وخت چې څومره پكار وي مشينونه جوړېدې شي۔ فرخ حبیب وو??يل د 20 نه زيات هېوادونو كښې الېکټرانک ووټنګ مشينونه كام??اب?? سره كارولې شي نو بيا پاكستان كښې ولې كارولې نه شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښی هغه وو??يل د تېرو ح??ومتونو په دور كښې لوټ مار ٬ كرپشن او اقربا پروري بام ته رسېدلې وه۔ اېكسپورټ مخ په كمېدو وو٬ كرنټ خساره مخ په زياتېدو وه۔ هېواد نزدې و چې ډيفالټ شوے وے خو مونږ پوهې سره معيشت مضبوط كړو۔ اېكسپورټ مو زيات كړل او كرنټ خساره مو كمه كړه۔ هغه وو??يل اوس سټېټ بېنك د 20 اربه ډالرو ريزرو لري۔ د پټروليم مصنوعاتو په بيعو كښې د زياتوالي حوالې سره هغه وو??يل په نړيوالو منډيانو كښې اول د پټرولو يو بېرل په 34 ډالره وو كوم چې اوس 75 ډالره ته رسېدلې دې٬ د دې باوجود پاكستان كښې اوس هم د پټروليم منصوعات بيعې ټيټې دي۔ هغه وو??يل د روان كال تر دسمبر مياشتې به د پنجاب ټولو وګړو ته هېلت كارډ وركړے شي۔ دې سره سره هاؤسنګ سېكټر كښی هم 60 اربه روپۍ منظور كړے شوي دي
پاكې او سپېځلې ټاكنې كولو سره سره ووټران خبر ساتل او د عملې تربيه د الېكشن كمېشن ذمه واري ده۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ