اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف سره پاكستان كښې د سعودي عرب سفير نواف سعيد المالكي د جمعې په روځ په پارليمنټ هاؤس كښې ليدلې دي۔د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل پاكستان سعودي عرب سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔پاكستان د سعودي عرب سره په خپله ملګرتيا وياړ لري۔ده ووئيل اسلامي نړۍ ته د پېښو چېلجونو لپاره يو والے د وخت حاجت دے۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو پارليمانونه پرله پسې رابطې ساتلو سره دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو كښې كردار ترسره كولې شي۔د سعودي سفير نواف سعيد المالكي راجه پروېز اشرف له په سپيكر ټاكلے كېدو مباركي وركړه۔ده ووئيل سعودي عرب پاكستان سره خپلو اړيكو ته قدر په سترګه ګوري او پاكستان يو مخلص ملګرې او ورور ګڼي۔ده ووئيل سعودي عرب كښې مېشته پاكستانيان د سعودي عرب تعمير او پرمختګ كښې كردار ترسره كوي
د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف سره په پاكستان كښې د سعودي سفير نواف سعيد المالكي وليدل
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر