کوئټه 30 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو نګران وفاقی وزیر میرسرفراز بګټی وئيلي دي چې بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ په لويو پېښو كښې ’را‘ ككړ ده،د هر يو پاکستانی د وينې بدله به اخستلې شي،په پاکستان كښې د ترهه ګرو او د هغوې د سهولت کارو لپاره ځائې نشته،د هغوې په ضد به لوئ عمليات كول وي،ترهه ګر به نه شي پرېښودلې او د هر يو پاکستانی د وينې بدله به اخستلې شي، مستونګ پېښه كښې د شهيدانو شميره 55 ته رسيدلې،د ټولو ترهه ګرو په شا د “را“ لاس دې۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د خالي په ورځ وزیراعلی سیکرټریټ کوئټه كښې نګران صوبائی وزيرانو کیپټن (ر) زبیر جمالی،جان اچکزئی او شانیه خان سره خبرې کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ میرسرفرازبګټی وئويل يو ځل بيا ترهه ګرو بے ګناه وګړي په نښه كولو سره عيد میلادالنبی (ص) جشن لمانځونكي په نښه كړې دي،د بلوچستان نګران وزیراعلیٰ او کمانډر 12 اعلان كړې چې د مستونګ پېښې ژوبل كسانو له به په روغتون كښې ښه طبي آسانۍ وركولې شي۔ده ووئيل د ترهه ګرو د اړخه چې كوم بريدونه كېږي، دا ښكاره خبره ده چې د دې به پلټنې كولې شي، ځينې وخت داسې وشي چې بريد كوم بل څوك وكړي او ذمه كوم بل څوك قبوله كړي٬ څه چې وشي ، داعش، کالعدم تحریك طالبان پاکستان یا کوم بل څوك وي،په څه نوم هم تشدد کوي،مونږ به ورپسې څو۔ده ووئيل د جمعیت علمائے اسلام (ف) په لارښود حافظ حمد الله چې كوم بريد شوې،مونږ د هغې ماسټر مائنډ وژلې دې،څوك چې هم د سهولت کاری کردار ترسره كوي، څه چې هم كوي،هغه چې څوك هم وي، هغه له چې څه هم نامه وركړې كېږي،زمونږ لپاره ټول يو،دغه ټول يو ځائې څخه هینډل کېږي او د هغې په شا د (هند استخباراتي ایجنسی) ’ را’ لاس دې، په بلوچستان كښې چې څومره هم لوئې پېښې شوي،په هغه ټولو كښې ’را‘ ككړ ده،كوم هم قوتونه چې په پاکستان كښې عدم استحکام پیدا کول غواړې،د هغې په ضد به كاروائي كولې شي۔
بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ په لويو پېښو كښې ’را‘ ككړ ده،د هر يو پاکستانی د وينې بدله به اخستلې شي ۔ د كورنيو چارو وفاقی وزیر میر سرفراز بګټی پرېس کنفرنس
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش